د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۱۴

خیبر پښتونخوا: د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلک زیانمن شوي


د خیبر اجنسۍ د باړۍ تحصیل یا علاقه دارۍ اوسیدونکي وايي، دولتي ځواکونو له لنډې خبرداري وروسته، د شنبې له سهاره په یوشمير سیمو کې د سخت دریځو وسله والو پرضد پوځي عملیات پيل کړي، چې له امله یې ګڼ شمير خلک زیانمن یا بې کوره شوي.

ځايي خلک وايي، دولتي ځواکونو تر نیمې شپې وروسته د سپاه او ملک دین خیلو پر ځینې سیمو د درنو توپونو ډزې پيل کړې، چې د وروستیو راپورونو له مخې لا هم په مسلسله توګه روانې دي.

د ګلاب شاه په نوم یوه ځايي اوسیدونکي چې له سیمې نه یې د تلیفون پر لیکه له ازادي راډیو سره خبرې کولې خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

″له نن سهار راهیسې د درنو توپونو ډزې پيل شوي، د ټانګ درنې ګولۍ هم لګیدلي، لارې ګودرې هم ټولې بندې دي، خلک ډیر په ویره کې دي او ډیره بده وځ جوړه ده.″

دا عملیات په داسې حال کې پيل شوي، چې دولتي ځواکونو د جمعې پر سهار د سیمې خلکو ته تر غرمې پورې له خپلو کورونو او کلیو نه د وتلولنډکی خبر داری ورکړ خو، د باړې یو تن سیاستوال او په سیمه کې د تحریک انصاف ډلې مشر اقبال اپریدی بیا دا عملیات بیزایه ګڼي او وايي، چې حکومت د دې پرځای چې په رښتیا د سخت دریځو مرکزونه له منځه یوسي پر ولسي خلکو بریدونه کوي:

″موږ نه پوهیږو، چې اخر حکومت له قبایلو څخه څه غواړي، ځکه چې دا نن چې په کومو سیمو کې پوځي عملیات پيل شوي، په حقیقت کې د دې هيڅ اړتیا نه لیدل کیده.

په ولسي سیمو د درنو وسلو ډزې، د ماشومانو وژل او خلک ځورول، دا هغه څه دي چې زه خو هيڅ نه پوهيږم، چې اخر حکومت له موږه څه غواړي؟″

ګلاب شاه بیا وايي، تر اوسه یوزیات شمير خلک پيښور او شاخوا سیمو ته کډه شوي خو زیاتوي، چې د ده په ګډون لا هم ګڼ شمير بیوزلي خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي:

″ډير خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي، یو د بل له حاله نه خبريږي، پرله پسې ډزې روانې دي، داسې خاص ځایونه نه په نخښه کیږي بلکې د چا خبره د اپيز غونډاری دی، چې پر هر چا ور برابر شو، خو په حقیقت کې ټوله لوبه موږ عامو خلکو ته جوړه ده.″

اقبال اپریدی وايي، دولت له تیرو درېیو کلونو راهیسې په باړه کې، د یوې داسې سخت دریځې وسله والې ډلې پرضد د پوځي عملیاتو په نوم ډز ډوز پيل کړی، چې په خبره یې دغه ډله په ځینې سیمو کې ښکاره مرکزونه لري او زیاتوي چې په خپله دولتي مقامات ورسره راشه درشه کوي:

″حکومت ته ښه معلومه ده، چې سخت دریځي وسله وال چیرته اوسیږي او مرکزونه یې چیرته دي، دا د دې سیمې ټولو خلکو ته ښه معلومه ده، چې حکومتي مسوولین له هغوی سره اړيکې او راشه درشه لري.″

نوموړي پر دولت نیوکه وکړه، چې د بیزایه شویو خلکو د موقتې میشتیدا لپاره یې د هيڅ متبادل ځای يا کمپ جوړولو او له سیمې نه د لیږدولو لپاره د ترانسپورتي اسانتیاوو غم نه دی خوړولی، چې له امله یې بیزایه شوي خلک له ډیرو ستونزو سره مخ دي.″

خو په سیمه کې یوه دولتي چارواکي چې د نوم او غږ له خپرولو یې ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، چې حکومت د جلوزو په سیمه کې د بیزایه شویو کورنیو لپاره موقت پنډغالی جوړ کړی او هڅه کوي څو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

باړه پيښور ته څيرمه د خیبر اجنسۍ هغه سیمه ده، چې له تیرو دوو کلونو راهیسې په کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام نومې سخت دریځې وسله والې ډلې پرضد دولتي عملیات روان دي او په ځینې سیمو کې وقفه ييز ګرځبندیز هم لګیږي.

خو خلک شکایت کوي، چې د دې ډلې د مشر په ګډون ډیری وسله وال د تیراه غرونو ته تللي او په باړه کې د ګوتو په شمار یواځې هغه وسله وال لیدل کیږي، چې د دوی په خبره له امنيتي ځواکونو سره راشه درشه کوي.

دولتي مقامات وايي، دا عملیات یې وروسته تر هغې پيل کړل چې په تیرو څو ورځو کې د سخت دریځو وسله والو په غلچکیو بریدونو کې د یوه کپتان په ګډون دولس دولتي سرتيري ووژل شول او پینځلس نور ټپيان شول، همداشان امنيتي سرچینې په دې نښتو کې د پنځوسو سخت دریځو وسله والو د وژنې ادعا هم کوي.

له سیمې نه د رارسیدلیو وروستیو راپورونو له مخې دولتي ځواکونه تر اوسه د سخت دریځو وسله والو له سخت مقاومت سره نه دي مخ شوي او نه هم د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی. خو د منګل باغ ډلې ویاند خبري رسنیو ته ویلي، چې تر وروستۍ سلګۍ به د دولتي ځواکونو پر وړاندې وجنګيږي.

راپور: مجيب الرحمان انګار - پيښور
XS
SM
MD
LG