د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۸

هلمند: خلکو ځیني پولیس په غلا تورن کړل


د لښكرګاه ښار لسګونو كسانو دولايت د مقام مخې ته لاريون وكړ او له دولت نه يې د هغه پوليسو د نيولو غوښتنه وكړه، چي د دوی په خبره د خلكو كورنو ته اوړي او غلاوي كوي.

د پوليسو ځيني سرچيني وايي، د لښكرګاه ښار اړوند د شرقي لښكرګاه بازار په سيمه كې، غله او شكوني ډيري شوي دي خو هغوی دانه مني چي غلا د پوليسو له خواكيږي.

د ولايت د مقام مخي ته لاريون كوونكو دهغه كس مړى هم راوړى و، چي د لاريون كوونكو په خوله د پوليسو له لوري كور كې وژل شوی او ګڼ توكي يې هم ترې وړي دي.

لاريون كوونكو ويل، په دغه سيمه كې دتيرو دريو مياشتو راهسې غلاوې او شكوني كيږي، چې د دوی په وينا ټول يې پوليس كوي او په دي اړه څو څو ځله پوليسو ته شكايتونه هم كړي دي، مګر تراوسه يې مخه نه ده نيول شوې.

د هلمند د همږغۍ د دفتر مرستيال اسماعيل خان رسنيو ته ويلي دي، چې په شرقي لښكر ګاه بازار كې پوليس غلا نه كوي بلكې غله او لار شكوونكي د پوليسوله جامو كار اخلي او د خلكونه پيسي اخلي چي په دي اړه د پوليسو هلي ځلي پيل شوي دي، ژر به يې مخه ونيسي.

په دې اړه د لښكرګاه ښار د امنيت سرپرست امر عبدالقادر ذهير وايي، په دې سيمه كې غلاوې ډيرې شوي دي او دا يوازي د اختر د نږدې كيدو سره تړاو لري، چې د ذهير په خبره پوليس يې ډير جدي په مخنيوي پيسي دي.

مګر هغه دا خبره رد كړه، چي ګواكې پوليس هلته ځي او د خلكو كورنو ته اوړي او غلاوې كوي.

په لښكرګاه كې افغان ځواكونو ته د امنيت تر انتقال وروسته امنيت خراب شوي دی، نن پوليس په غلا تورن شوه او څه موده مخكې درې پرلپيسې ځانمرګي بريدونه وشول او خلك ورځ تر بلې په دې پروسي خپل باور دلاسه وركوي.

كه څه هم دولتي چارواكي دا نه مني، چي پوليس غلاكوي خو د ولايت د مقام له لوري تيره ورځ د ملي اردو هغه ډله ونيول شوه، چي دوی په لويه لاره موټر چلونكي او تجاران شكول او پيسې يې ترې اخستلي.
XS
SM
MD
LG