د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

د قذافي له وژل کېدو وروسته په لیبیا کې جګړه پای ته ورسېده


د لیبیا د پخواني مشر معمرالقذافي مخالفین د خپلې بریا د خوښۍ جشن لمانځي
د لیبیا د پخواني مشر معمرالقذافي مخالفین د خپلې بریا د خوښۍ جشن لمانځي

د لیبیا د انتقالي شورا چارواکو پرون تایید کړه، چې د دې هېواد لیرې کړل شوی مشر معمرقذافي په خپل پلرني ټاټوبي سېرت ښار کې وژل شوی دی.

د معمرالقذافي له وژل کېدو وروسته د لیبیا نويو مشرانو په دې هېواد کې د یوې نوې راتلونکې لپاره هیله څرګنده کړه.

د انتقالي حکومت مشر محمود جبرییل تایید کړه، چې قذافي په سېرت ښار کې، چې د ده د پلویانو د مقاومت وروستی مرکز و وژل شوی:

″معمرالقذافي وژل شوی دی......... موږ لیبیایانو د دې تاریخي شېبې لپاره ډېر زیات انتظار واېست.″

له دې مخکې د انتقالي حکومت پلوي پوځیانو او قوماندانانو ویلي وو، چې معمرالقذافي په خپل پلرني ټاټوبي سېرت ښار کې ژوندی نیول شوی دی، خو وروسته د انتقالي شورا چارواکو وویل، چې د لیبیا مشر پر سر او پښو د ټپونو له وجې مړ شوی.

دغه چارواکو وویل، قذافي په هغه کتار کې د تېښتې هڅه کوله چې د ناټو الوتکو برید پرې وکړ، خو رویټرز خبري آژانس د نوي حکومت د یو پلوي قوماندان له قوله راپور ورکړ، چې وايي، قذافي پر ځمکه په یوه کیندل شوې سمڅه کې پټ شوی و، چې ونیول شو.

د ناټو چارواکو وویل، الوتکو یې پرون سهار سېرت ته نژدې پر یوه پوځي کتار برید وکړ، خو دوی زیاته کړه په دې نه و خبر چې قذافي به په همدې کتار کې وي.

د قذافي مړی په ځمکه کشوي:

الجزیرې ټلویزیون داسې تصویرونه خپاره کړل، چې د خلکو یوه ډله د یوه چا مړی چې ظاهراً د قذافي دی، پر ځمکه کشوي او په هغو تصویرونو کې چې د نړۍ ټلویزیوني چېنلونو خپاره کړل، د قذافي د مړینې او پر سېرت ښار د نوي حکومت د پلویانو د ولکې د خبرونو له خپرېدو وروسته د دې بندري ښار خلک په داسې حال کې لیدل کېدل چې په واټونو کې یې جشنونه جوړ کړي وو.

دا د لیبیا د خلکو لپاره چې اوس کولای شي په نوې او ډیموکراتیکه لیبیا کې خپل برخلیک په خپله وټاکي، د یوې اوږده او دردوونکي فصل پای و.

اوباما

قذافي اته میاشتې مخکې په لیبیا کې د خلکو د پاڅون د پیل په ورځو کې له لویدیځو رسنیو سره په خبرو کې د خپل رژیم مخالفین نړیوال تروریستان بللی وو:

″زه خپلو خلکو ته ګران یم. زما ټول خلک له ما سره دي. دوی ټولو ته زه ګران یم. زماخلک زما د ساتنې لپاره مرګ ته هم تیار دي.″

د لویدیځ مشرانو د لیبیا د لېرې کړل شوي مشر مړینه په دې افریقايي هېواد کې د استبداد، دکتاتورۍ او د جګړې پای وباله.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، د قذافي مړینې په عربي نړۍ کې چې د خلکو اعتراضونو، د اوږدې مودې دکتاتوري رژیمونه پای ته ورسول خاص اهمیت لري. اوباما چې تېرماښام په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګندونې کولې زیاته کړه:

″دا د لیبیا د خلکو لپاره چې اوس کولای شي په نوې او ډیموکراتیکه لیبیا کې خپل برخلیک په خپله وټاکي، د یوې اوږده او دردوونکي فصل پای و.″

د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کمېرون وویل، باید دا خبره هېره نه شي چې څومره ډېر خلک د دې بېرحمه مشر په لاسونو وژل شوي او زیاته یې کړه، چې لیبیایانو اوس په خپل هېواد کې د یوې ډیموکراتیکې راتلونکې د جوړولو لپاره ستر چانس ترلاسه کړی.

د اروپايي ټولنې مشر هېرمان وان رامپوی او د اروپايي کمیسیون مشر خوزې مانوېل بروسو په یوه ګډ بیان کې ویلي، د قذافي مړینه به د لیبیا خلکو ته دا امکان ورکوي، چې یوې ډیموکراتیکې راتلونکې ته هرکلی ووايي.

د ایټالیا صدراعظم سیلفیو برلوس کوني وویل، چې په لیبیا کې جګړه نوره نو پای ته ورسېده.
XS
SM
MD
LG