د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې په یوه نوي راپور کې په کابل کې د امریکا پر سفارت په غیرمستقم ډول انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د امریکا پر مرستو یې لازمه څارنه نه ده کړې.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا اداره وايي، د امریکا سفارت د هغو مرستو د سمون په برخه کې ډېرڅه کولای شوای چې د امریکا د بېلابېلو دولتي ادارو له خوا په افغانستان کې د کرنې له سکټور سره کېږي.
له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې اداره وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت باید د افغانستان د کرنې له وزارت سره د شویو مرستو د څارنې په برخه کې خپله دنده په ښه ډول ترسره کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره خاص سرمفتش په یوه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، د امریکا سفارت، د دې خبرې په څېړلو کې چې آیا د امریکا له مرستو څخه په سم ډول کار اخیستل شوی کنه او آیا د کرنې په وزارت کې پانګونو اغېز درلود کنه، باید نور اقدامات وکړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د خاص مفتش ادارې سرپرست ستیوان ترنت وویل، په سلو کې له ۶۵ تر ۸۰ پورې افغانان د کرنې په برخه کې پر عوایدو متکي دي، نو ځکه امریکايي موسسو د کرنې وزارت کې پانګونې کړي څو له دې سکټور سره چې له جګړې وروسته به د افغانستان لپاره خاص اهمیت ولري، مرسته وکړي.
دافغانستان د بیارغونې د خاص تفتیش اداره چې د امریکا د کانګرس له خوا له افغانستان سره د امریکا پر مرستو د څارنې لپاره جوړه شوې له دې مخکې هم په خپلو څو انتقادي راپورونو کې په افغانستان کې د امریکا لګښتونه پېچلي بللي چې له سړي لاره ورکوي.
دا اداره وايي چې د امریکا د کرنې وزارت، د نړیوال پرمختګ اداره او پنټاګون ټول په افغانستان کې د کرنې اړوندې پروژې لري، نو په همدې دلیل د خاص تفتیش ادارې د دې هڅو د سمون او هماهنګۍ په چاره کې د امریکا د سفارت له خوا د نورو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې متحدوایالاتو له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۰ کال پورې په افغانستان کې چې اوږدو جګړو، وچکالیو او د مالي سرچینو نشتوالي د کرنې برخه سخته زیانمنه کړې، د کرنې پر پروګرامونو څه باندې یو میلیارد ډالر لګولي دي.
د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې په خپل راپور کې همداراز ویلي، د لوړې ګټې په خاطر د کوکنارو کر او د تریاکو تولید یوشمېر افغان بزګر، د داسې فعالیتونو خواته بیولي چې په هېواد کې د بې ثباتۍ، د وسله والو د ملاتړ او د حکومت د تخریب باعث کېږي.
د رويټر خبري آژانس د راپور له مخې په کابل کې د امریکا سفارت په یوه لیک کې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش د ادارې په راپور کې یې هم یادونه شوې ویلي، د دې راپور محتویات مني او پر هغو وړاندیزونو کار کوي چې سپارښتنه یې شوې.