د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

جلالي: د افغانستان په مسئله کې د پاکستان رول مهم دى


د امریکا د بهرنیوچارووزیره هیلیري کلېنټن کابل ته له سفر وروسته پرون اسلام آباد ته ولاړه. مېرمن کلېنټن چې په ورسره پلاوي کې د امریکا ملکي او پوځي چارواکي هم شامل دي، پاکستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې د واشنګټن او اسلام آباد په اړیکو کې سخت کړکېچ رامینځ ته شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې پرون په کابل کې وویل، دا به پر پاکستان فشار راوړي چې په سرحدي سیمو کې د افراطي وسله والو پرضد جدي اقدامات وکړي.

تمه ده چې مېرمن کلېنټن به د واشنګټن اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې مطرح کړي. دا موضوع احمدتکل په واشنګټن کې د ملي دفاعي پوهنتون له استاد او د کورنیوچارو له پخواني وزیر علي احمدجلالي سره په مرکه کې څېړلې ده. ښاغلي جلالي په پیل کې وویل، له پاکستاني مقاماتو سره به د امریکايي هیات خبرې اترې احتمالاً جدي وي.

مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG