له ليبيا څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه هيواد پرزول شوي مشر معمر قذافي په سيرت ښار کې وژل شوي يا نيول شوي دي.
خو د ليبيا د ملي انتقالي شورا يوه ويندوي محمود شمام بي. بي. سي ته وويل چې دا راپورونه د انتقالي حکومت د مشرانو له لوري تاييد شوي نه دي:
″موږ نه شو تاييدولي چې معمر قذافي يا کوم بل مهم مقام دې نيول شوی وي او مصراتې ښار ته دې بېول شوي وي.
موږ خبر يو چې ځيني سيمه ييزې راډيوګانې داسې خبرونه ورکوي، خو حقيقت به په بن غازي کې ملي انتقالي شورا اعلان کړي.″
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت هم وويل، چې د قذافي د وژل کېدو يا نيول کېدو راپورونه نه شي تاييدولي، په همدې حال کې د ناټو يوه چارواکي وويل، چې دوی په دې اړه خپاره شوي راپورونه څېړي.
د ليبيا سيمه ييزې رسنۍ او د ملي انتقالي شورا چارواکي وايي، چې قذافي له سيرت ښاره په يوه کاروان کې په تېښته و، چې د ناټو له لوري پرې بريد وشو.
د ليبيا د اطلاعاتو وزير هم وويل، چې د ده له مالوماتو سره سم قذافي وژل شوي دي.
د اطلاعاتو وزير وايي، چې ده ته ويل شوي، چې په سيرت کې پر يوه کور له حملې وروسته قذافي په يوه موټر کې د تېښتې هڅه کوله چې د انتقالي شورا د ځواکونو له لوري وويشتل شو.
د انتقالي شورا يوه مقام عبدالمجيد مليقته رويټرز خبري اژانس ته وويل، چې قذافي د نيول کېدو په مهال د سختو ټپونو په وجه مړ شو.
د ليبيا د انتقالي شورا عمومي قومندان وايي، چې قذافي وژل شوي خو الجزيره وايي، چې د دغه تلويزيون خبريال قذافي په ټپي حال کې ليدلی، چې مصراتې ته وړل کېده.
د راپورونو پراساس قذافي زوي معتصم او د قذافي ويندوی موسي ابراهيم ژوندي نيول شوي دي.
تر دې مخکې نن سهار په ليبيا کې د جبهې د لومړۍ کرښې قومندانانو وويل، چې د ملي انتقالي حکومت ځواکونو په سيرت ښار کې د معمرقذافي د پلوي ځواکونو وروستۍ مورچې هم نيولي دي.
په اګست کې د ملي انتقالي شورا د ځواکونو له لوري د ليبيا د مرکز طرابلس له نيولو وروسته دې ځواکونو په درو مياشتو کې د قذافي د پلويانو وروستي مرکز هم ونيوه.
د ليبيا د ملي انتقالي شورا ويندوي محمود شمام د سيرت نيونه تاييد کړه:
″موږ پوره پوه يو چې سيرت ښار ازاد شوی او دا د ليبيا د خلکو لپاره چې د ازادۍ داسې شېبې ته يې انتظار يوست، يوه ډېره لويه ورځ ده.″
د سيرت ښار د ختيځ د نيمايي برخې د عملياتو قومندان يونس ال ابدالي رويټرز خبري اژانس ته وويل، چې سيرت ازاد شوی او د ده ځواکونه د قذافي جنګيالي، چې هڅه کوي وتښتي، تعقيبوي.