د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۰

د لیبیا پخوانی مشر معرالقذافي وژل شوى


له لیبیا څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د دغه هیواد پرزول شوی مشر معمر قذافي په سیرت ښار کې وژل شوی یا نیول شوی دی.

خو د لیبیا د ملي انتقالي شورا یوه ویندوی محمود شمام بي بي سي ته وویل چې دا راپورونه د انتقالي حکومت د مشرانو له لوري تایید شوي نه دي:

«موږ نه شو تاییدولی چې معمر قذافي یا کوم بل مهم مقام دې نیول شوی وي او مصراتې ښار ته دې بېول شوی وي.

موږ خبر یو چې ځیني سیمه ییزې راډیوګانې داسي خبرونه ورکوي، خو حقیقت به په بن غازي کې ملي انتقالي شورا اعلان کړي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم وویل چې د قذافي د وژل کېدو یا نیول کېدو راپورونه نه شي تاییدولی، په همدې حال کې د ناټو یوه چارواکي وویل چې دوی په دې اړه خپاره شوي راپورونه څېړي.

د لیبیا سیمه ییزې رسنۍ او د ملي انتقالي شورا چارواکي وايي چې قذافي له سیرت ښاره په یوه کاروان کې په تېښته و چې د ناټو له لوري پرې برید وشو.

د لیبیا د اطلاعاتو وزیر هم وویل چې د ده له مالوماتو سره سم قذافي وژل شوی دی.

په طرابلس کې خلک د قذافي د وژنې له کبله خوښي څرګندوي
په طرابلس کې خلک د قذافي د وژنې له کبله خوښي څرګندوي
د اطلاعاتو وزیر وايي چې ده ته ویل شوي چې په سیرت کې پر یوه کور له حملې وروسته قذافي په یوه موټر کې د تېښتې هڅه کوله چې د انتقالي شورا د ځواکونو له لوري وویشتل شو.

د انتقالي شورا یوه مقام عبدالمجید ملیقته رویټرز خبري اژانس ته وویل چې قذافي د نیول کېدو په مهال د سختو ټپونو په وجه مړ شو.

د لیبیا د انتقالي شورا عمومي قومندان وايي چې قذافي وژل شوی خو الجزیره وايي چې د دغه تلویزیون خبریال قذافي په ټپي حال کې لیدلی چې مصراتې ته وړل کېده.

د راپورونو پراساس قذافي زوی معتصم او د قذافي ویندوی موسي ابراهیم ژوندي نیول شوي دي.

تر دې مخکې نن سهار په لیبیا کې د جبهې د لومړۍ کرښې قومندانانو وویل چې د ملي انتقالي حکومت ځواکونو په سیرت ښار کې د معمرقذافي د پلوي ځواکونو وروستۍ مورچې هم نیولي دي.

په اګست کې د ملي انتقالي شورا د ځواکونو له لوري د لیبیا د مرکز طرابلس له نیولو وروسته دې ځواکونو په درو میاشتو کې د قذافي د پلویانو وروستی مرکز هم ونیوه.

د لیبیا د ملي انتقالي شورا ویندوی محمود شمام د سیرت نیونه تایید کړړه:

«موږ پوره يوی یو چې سیرت ښار ازاد شوی او دا د لیبیا د خلکو لپاره چې د ازادۍ داسي شېبې ته یې انتظار یوست، یوه ډېره لویه ورځ ده .»

د سیرت ښار د ختیځ د نیمايي برخې د عملیاتو قومندان یونس ال ابدالي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې سیرت ازاد شوی او د ده ځواکونه د قذافي جنګیالي، چې هڅه کوي وتښتي، تعقیبوي.
XS
SM
MD
LG