د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

تسل: د ننګرهار خلکو ته روغتيايي خدمات په متوازن ډول نه رسېږي


په ختیزو سیمو کې د ډاکټرانو ټولنه وايي دنفوسو په اساس د روغتیایي خدمتونو د ورکړې په مسئله کې دننګرهارولایت نفوس کم ګڼل شوی دى.

دا ټولنه وايي دبیلابیلو پروژوي فعالیتونو له مخې ددغه ولایت نفوس څه کم درې میلیونه اټکل شوی خو دروغتیایي خدمتونو په برخه کې له یونیم میلیون نه هم کم نفوس ته روغتیایي بودیجه منل شوې ، له دې امله دغلته د روغتیایي خدمتونو کیفیت خراب او خلک ګاونډيو هیوادوته په ورتلو مجبوریږي .

په ختیځ کې دډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټرخوشال تسل داخبرې له ازادۍ راډيوسره په مرکه کې وکړې.

دا مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG