د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

"د شتمنو شرکتونو د بېحده حرص په وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو"


د برتانیې په پلازمېنه کې د کاپیټالیزم ضد سلګونه مظاهره چېانو د لندن د اسهامو د تبادلې بازار ته نژدې د سنټ پاول د کلیسا مخې ته خیمې ودرولې.

د شنبې ورځې په سهار د مظاهرو تنظیموونکو فعالانو موافقه وکړه چې خپلې خیمې به داسې دروي چې د اوږدې مودې لپاره کار ترې واخیستلای شي.

مظاهره چېانو په خپلو شعارونو کې لیکلي وو: لندن په آرامۍ سره ونیسئ او له بانکونو سره نه بلکې د خلکو د ژغورنې لپاره اقتصادي مرسته وکړئ.

په هغه خېمه کې چې پرې لیکلي وو، د لندن د اسهامو بازار اشغال کړئ اولي ټېلر هم ناست و. ده وویل چې غواړي د دوی پیغام ټولې نړۍ ته ورسېږي:

(موږ غواړو چې خلکو ته خام تبلیغاتي مواد او ویډیویي فلمونه برابر کړو او هڅه کوو چې خپل پیغام خلکو ته ورسوو څو خبر شي چې دلته څه روان دي. موږ احساس کوو چې د نړۍ په مهمو رسنیو کې څه ناڅه زموږ استازیتوب کېږي خو احساسوو چې په دې رسنیو کې زموږ نظریات په بشپړ ډول نه دي ښودل شوي.)

په همدې حال کې د هالنډ په پلازمېنه امسټردام کې د یکشنبې په ورځ د اسهامو د تبادلې د بازار مخې ته د ښار په مرکزي چوک کې نژدې درې سوه کسانو خیمې ودرولې. د تنظیموونکو فعالانو یوه تن وویل، اعتراض کوونکو پرېکړه کړې ده چې په دې چوک کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

او د جرمني په تجارتي مرکز فرانکفورت ښار کې د اروپا د مرکزي بانک ECB مخې ته نژدې دوه سوه کسان راټول شوي وو.

دا بانک په اروپا کې د روان بحران د حل لپاره د پورونو په ورکولو کې مهم رول لوبوي. د مارش یوه ګډونوال الکساندرسک وویل، د اعتراض کوونکو آزادې لیکې به د ECB مخې ته ولاړې وي، داسې چې د بانک کارکوونکي وکولای شي د دوی په مینځ کې تګ راتګ وکړي خو دوی به له مظاهره چېانو سره سترګې په سترګو کېږي او ورته ګوري به.

ده زیاته کړه، د ECB کارکوونکي به وګوري چې موږ د دوی له مالي جنایاتو سره د مبارزې لپاره دلته راغلي یو.

د تېرې شنبې په ورځ د پرتګال، اسپانیا او ایټالیا په پلازمېنو کې هم لسګونه زره کسانو مارشونه وکړل.

ډېرې دا مظاهرې سوله ییزې وې خو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې مظاهره چېانو عامه شتمنیو ته د چارواکو په وینا د نژدې یو میلیون ډالرو زیان واړاوه.

په یونان کې د کشتیو د کارکوونکو د اته څلوېښت ساعته مظاهرو له وجې چې پرون پیل شوې، د دې هېواد ګڼ شمېر ټاپوګانو ته د خلکو تګ راتګ په ټپه درېدلی.

دا کاربندي له هغې دوه ورځني اعتصاب څخه دوه ورځې مخکې وشو چې د چارشنبې په ورځ پیلېږي.

د امریکا په شیکاګو ښار کې پولیسو ۱۷۵ کسان چې په یو پارک کې یې خیمې وهلې وې، او په اریزونا کې سل کسان وروسته له هغه ونیول چې د غونډې د ځای د پرېښودو لپاره یې د چارواکو غوښتنه ونه منله.

په نیویارک ښار کې د وال سټریټ اشغال کړئ د نهضت د مظاهرو په جریان کې نښتې وشوې او پولیسو اویا کسان ونیول.

وال سټریټ د نیویارک ښار نامتو واټ دی چې د امریکا د اسهامو لوی بازار پکې پروت دی.

د وال سټریټ اشغال کړئ مطبوعاتي مسوول بل ډابس وویل، خلکو د دوی له نهضت سره چې نژدې یوه میاشت مخکې پیل شو، تراوسه د درې سوه زره ډالرو مالي مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG