د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۵

"د اسټانبول کانفرانس ته چمتووالی نیسو"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اسټانبول کانفرانس ته د تیاریو په لړ کې به کابل په را روانه اونۍ کې د یوې پراخې غونډې کوربه وي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ددغو تیاریو په لړ کې د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره د خبرو لړۍ پرانستې ده.

دې وایی، چې اسټانبول کانفرانس ته د تیاریو په لړ کې به په جوړیدونکې دې غونډه کې د سیمې د هیوادونو او سازمانونو جګپوړي استازي برخه واخلي:

(په کابل کې په دې اړه بیلابیلې غونډې شوي او په راتلونکې کې هم په پام کې نیول شوې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پدې لړ کې د سیمې هیوادونو ته د سفر یوه لړۍ پرانستې، چې په کې په اوسلو کې په شوې غونډه کې هم ګډون وکړ.

همداراز تیره اونۍ دوی تهران او مسکو ته هم سفرونه درلودل او اوس مهال په چین کې دې او پدې اړه له چینایی چارواکو سره خبرې کوي.

د اسټانبول کانفرانس ته د تیاریو په لړ کې راتلونکې غونډه به د تلې د میاشتې په دیرشمه نیټه جوړه شي، چې پکې د ګډون کوونکو هیوادونو او سازمانونو جګپوړي استازي هم برخه اخلي.)

ټاکل شوې ده، چې د اسټانبول کانفرانس د را روانې میلادي میاشتې په دویمه نیټه د ترکیی په اسټامبول ښار کې پرانستلې شي.

پدې کانفرانس کې به په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په رول خبرې وشي او له هغوې ژمنې به واخستلای شي.

که څه هم تراوسه پورې روښانه نده، چې افغان حکومت دې کانفرانس ته له څه ډول یوې اجنډا سره ورځي، خو د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې په اجنډا کار روان دې او هر کله، چې نهایی شو، نو له خلکو سره به شریک شي.

د افغان حکومت لخوا دا تیارۍ پداسې حال کې روانې دي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې مارک ګراسمن هم د سیمې په سفر راوتلې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ده هم د سمیې بیلابیلو هیوادونو ته په خپل سفر کې د اسټانبول او بن کانفرانسونو په اړه خبرې کړي.

دې پدې باور دې، چې د اسټانبول او بن کانفرانسونه، چې د یو بل پسې د افغانستان په اړه جوړیږي نه یوازې د افغانستان بلکه د ټولې سیمې او نړۍ په امنیت به مثبت اغیز ولري.
XS
SM
MD
LG