د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

په ليبيا کې ٣ کسه وژل شوي، ٣١ نور ټپيان دي


د ليبيا ملي انتقالي شورا وايي په طرابلس کې د بېواکه شوي واکمن معمر القذافي د پلويانو او د موقت حکومت د ځواکونو ترمنځ په وسلواله جګړه کې درې کسان وژل شوي دي.

په طرابلس کې د انتقالي شورا امنيتي چارواکي عبدالرزاق العُريدي وويل د قذافي دوه پلويان او د انتقالي شورا يو جنګيالى وژل شوي، شا و خوا ٣٠ تنه نور ټپيان دي:

”دوه تروريستان وژل شوي، ٣١ تنه ټپيان دي. د انتقالي شورا يو جنګيالى هم وژل شوى. موږ ډول- ډول وسلې او مهمات هم نيولي دي“

داسې ښکاري چې په ابوسليم ولسوالۍ کې پرونۍ شخړه ختمه شوې او يوازې د قذافي يو څو پلويانو په کې برخه درلوده، خو راپورونه وايي وروسته تر هغه چې په اګست مياشت کې د انتقالي شورا ځواکونو مرکز طرابلس ونيوه او د قذافي ٤٢ کلنه واکمني يې ختمه کړه، دا په طرابلس کې د انتقالي شورا په وړاندې لومړنى تنظيم شوى وسلوال مقاومت و.

د انتقالي شورا جنګيالي هڅه کوي چې د قذافي پلرنى ټاټوبى سرت ښار په بشپړ ډول په خپل کنټرول کې راولي.
XS
SM
MD
LG