د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

م.م: په سوريه کې له مارچ راهيسې ٣٠٠٠ کسان وژل شوي


د سوريې مظاهرې
د سوريې مظاهرې
ملګري ملتونه وايي چې د روان کال په مارچ میاشت کې په سوریه کې د پراخ پاڅون له پیلېدو راهیسې د وژل شویو کسانو شمېره درې زرو ته رسېدلې ده.
ملګروملتونو په عین حال کې خبرداری ورکړی چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پيل خطر په زیاتېدو دی.

په سوریه کې د تلفاتو شمېر په داسې حال کې له درې زرو اوښتې چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې هره ورځ روانې دي. دا ارقام د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمېشنرې ناوې پېلي له خوا چې اداره یې له مارچ میاشتې راهیسې په سوریه کې د حکومت ضد اعتراضونو پر جریان څارنه کوي خپاره شوي دي. د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ویاند روپېرت کولوېل Rupert Collville د جمعې په ورځ په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو کې لږترلږه یوسل او اوه اتیا ماشومان دي. ده زیاته کړه:

(کمېشنره ډېره اندېښنه لري چې دا ډول دوامداره او بېرحمانه ځپل ښايي دا هېواد ډېر آسانه د یوې بشپړې کورنۍ جګړې خوا ته بوځي او ځکه موږ پر ټولو اړخونو غږ کوو چې دا کار نورنو بند کړي.)

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا کمېشنرې ناوې پېلي همداراز د مخالفینو پرضد د خورا زیات زور د کارولو له وجې د سوریې پر چارواکو انتقاد وکړ. دې وویل، په سوریه کې د خلکو له پاڅون څخه په راوروسته موده کې حکومت د سوله ییزو مظاهره چیانو پرضد له خورا زیات ځواک څخه کار اخیستی. دې زیاته کړه چې د سوریې په اکثرو ښارونو کې پر مظاهره چیانو د نښه ویشتونکو ټوپکو او نورو وسلو ډزې او د استوګنې پر سیمو بمباري اوس په یوه عادي کار بدل شوی دی. مېرمن پېلي دا یادونه هم وکړه چې امنیتي ځواکونو په سوریه کې دننه او بهر د اعتراض کوونکو کورنۍ ځورولي، وهلي او ټکولي دي.

د بشري حقونو د شورا کمېشنرې ناوې پېلي همداراز د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چې په سوریه کې روان وضعیت د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړي.

ملګري ملتونه دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې په سوریه کې د تشدد پر پېښو د دولتي ځواکونو له خوا د اعتراض کوونکو پر ځپلو د حکومت د پلوي او مخالفو ځواکونو ترمینځ د ډزو پېښې هم ورزیاتې شوې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارونکو ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی، وايي چې یوازې په یوه مورد کې د پنجشنبې په ورځ لس ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې دولتي ځواکونو پر بینیش ښار له برید وروسته له وسله والو او له پوځي خدمت څخه له فراریانو سره نښتې وکړې.

د 2011 کال د انقلاب په نوم د فېس بوک ګروپ چې په سوریه کې اکثر وروستي اعتراضونه یې تنظیم کړي پرونۍ ورځ د آزادې اردو د جمعې په نوم یاده کړه.

له بلې خوا د خلیج د حوزې غړو هېوادونو پرون د ټولې عربي نړۍ د بهرنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د خلیج د همکارۍ شورا شپږو غړو وویل، د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې باید د داسې اقداماتو په اړه بحث وشي چې په سوریه کې د وینو د بهولو له بندېدو سره مرسته وکړي. د دې غونډې نېټه تر دې مهاله نه ده ټاکل شوې.
XS
SM
MD
LG