په میدان وردګو ولایت کې د امریکایي هلیکپټری د راغورځېدو د پېښې په اړه د ترسره شوي څیړنې نتایج ښیي چې په دې پېښه کې امریکایي پرسونل ګرم نه دي.
په امریکایي چینوک ډوله هلیکپتری کې چې په تیرې اګست میاشت کې راوغورځیده، په کې ټول سپاره دیرش امریکایي او اته افغان سرتیري ووژل شول.
دا په افغانستان کې د تیرې یوې لسیزي په جګړه کې د امریکایي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی پېښه وه.
د رویټرز خبري اژانس چې د دغې څیړنې د نتیجو یو مختصر راپور یي تر لاسه کړی وایي، امریکایي پلټونکو دا تایید کړی، چې د طالبانو له خوا یو توغول شوی توغندی د هلیکپترې په یوه څرخي وزر لګیدلی چې د چادونې په نتیجه کې یي الوتکه نسکوره شوې او ځمکې ته د را پریوتو وروسته یي په څو ثانیو کې اور اخیستی دی.
د دغې څیړنې مشر جنرال جیفري کولت په راپور کې هغه مخکیني اټکلونه رد کړي، چې ویلي وو، دغه هلیکپټره چې زیاتره سپرلي یي د امریکا د سیلس په نامه د خاص کوماندو سرتیری و، د وسله والو مخالفانو د کمین په نتیجه کې رانسکوره شوې ده.
ښاغلي کولت ویلي، هلیکپټره د مخالفانو د کمین په نتیجه کې نه بلکه په سیمه کې د ایتلافي ځواکونو د درې نیم ساعته عملیاتو له امله د د ښمن د لوړو امنیتي احظاراتو په نتیجه کې رانسکوره شوې ده.
امریکایي پوځي چارواکو د دغې څیړنې په اړه د زیاتو جزیاتو د روښانولو لپاره د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي چې د دغې څیړنې په نتیجه کې به هیڅ یوه امریکایي پوځي پرسونل ته سزا ورنه کړل شي، ځکه هیڅ داسې وسایل نه دي موندل شوي چې هغه دې له کاره لویدلی وي او دغه ماموریت چې د طالبانو د مهمو قوماندانو د تعقیب په هدف ترسره کیده، پرځای ماموریت و.
یوه امریکایي پوځي چارواکي دا د جګړې په ډګر کې یوه غمجنه پیښه یاده کړه او ویي ویل، چې تر ټولو ښه ماموریتو ته هم په جګړه کې د ژوند په قیمت تمامیږي چې دا پېښه یي ښکاره ثبوت دی.
طالبانو د دغی پېښی مسولیت په غاړه اخیستی دی.