د اوکراین یوې محکمې نن پخوانۍ صدراعظمه یولیا تیموشینکو د دې لپاره په اووه کاله بند محکومه کړه چې په دوه زره نهم میلادي کال کې یې له روسیې سره د ګازو په تړون کې له خپله واکه ناوړه ګټه اخیستې وه.
قاضي وویل:
« یولیا ولادیمیرووا تیموشینکو د اکراین د جنايي قانون د دریم فصل د درې سوه پنځه شپیتمې مادې له مخې مجرمه وپیژندل شوه او په اووه کاله حبس محکومه شوه او ددریو کلونو په مخه دا دا حق نه لري چې په حکومت کې کار وکړي، د یوه سازمان مشري وکړي، حکومت وکړي او یا هم اداري او اقتصادي چارې سمبال کړي»
قاضي رودیان کیرییف زیاته کړه، تیموشینکو له روسیې سره د ګازو لس کلن تړون لاسلیک کړی و چې له دې سره اکراین سخت اقتصادي زیان اوښتی دی او دا جرم دی.
قاضي دا هم وویل چې پکار ده تیموشنکو د نفت وګاز د انرژۍ له درکه یو سل او نوي میلیونه ډالره اوښتی زیان ورکړي.
تیموشینکو دا تورونه رد کړې دي او وایي چې دا محکمه ولسمشر ویکتور یانوکویچ تیاره کړې ده. یانوکویچ د دوه زره لسم کال انتخبات په لږ توپیر له تیموشینکو څخه وګټل.
تیموشینکو نن وویل چې دا د دیکتاتوري رژیم پریکړه ده او دا به له اروپایي محکمې او د بشري حقونو ډلو ته رجوع وکړي.
امریکا او اروپایي ټولنې د محکمې پریکړه غندلې ده او دا یې یوه سیاسي پریکړه بللې ده.
اروپايي ټولنې وویل چې په دوه زره څلورم کال کې د اکراین د نارنجي انقلاب د مشرې زنداني کیدل به اکراین ته دا ګرانه کړي چې د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.
د محکمې بهر په کییف کې د تیموشینکو د ملاتړیو او د پولیسو تر منځ اخ و ډب هم رامنځته شو او یو شمیر کسان نیول شوې دي.