د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

یو اسراييلي امنیتي پلاوی به له مصري چارواکو سره خبرې وکړي


د اسرایل یو امنیتي هیت له مصري چارواکو سره د خبرو لپاره قاهرې ته رسیدلی دی.

د دغه هیت یوه غړي چې نوم یي نه دی ښودل شوی پرون د قاهرې هوایي ډګر ته له رسیدو سره سم د فرانسپریس خبري اژانس ته یواځې دومره وویل، چې د دې سفر هدف له مصري چارواکو سره پر امنیتي مسایلو خبرې کول دي.

د اسراییل د امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې قاهرې ته د دغه هیت سفر چې په ترکیب کې یې پوځې چارواکي هم شامل دي، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د عادي کتنو د بهیر یوه برخه ده چې هدف یې د اسرایل او مصر د ګډې پولې د امنیت د ټینګښت پرلارو چارو خبرې کول دي.

د مصر او اسراییل ترمنځ اړیکې له هغه وخته راهیسې چې په مصر کې د تیرې فبرورۍ په میاشت کې پراخې مظاهری پیل شوې او په نتیجه کې یې پخوانی ولسمشر حسنې مبارک له واکه لیرې شو، کړکیچینې شوي، په تیره بیا د دواړو هیوادونو په اړیکو کې کړکیچ هغه مهال زیات شو چې د روان کال د اګست په اتلسمه اسرایلي پوځونو د هغوسخت دریځو فلسطینیانو په وړاندې چې په خونړېو بریدونو کې یې اته اسرایلیان وژلي و.

له مصر سره د ګډې پولې په اوږدو کې د سخت دریځو فلسطینانو په وړاندې د عملیاتو په نتیجه کې د مصر د پولیسو شپږ افسران ووژل. د دغې پیښې په عکس العمل کې په تیرې سپټمبر میاشت کې یوې ډلې قهرجنو مظاهره چیانو په قاهره کې د اسرایل پرسفارت برید وکړ او د سفارت اسناد یې له کړکیو د باندې ګذار کړل.

له دغې پیښې وروسته په قاهره کې د اسرایل سفیراو د سفارت نور لوړرتبه چارواکي له مصر څخه ووتل.

مصر لومړنی عربي هیواد دی چې په ۱۹۷۹ کال کې یی له اسرایلو سره د سولی تړون لاسلیک کړاو له هغې راوروسته مصر په سیمه کې د اسرایلو یو مهم ستراتیژیک شریک پاتې شوی دی.

د مصر پوځي واکمنانو ویلي چې خپلو ټولو نړیوالو قوانیونو او تړونونو ته به وفادار پاتې شي.
XS
SM
MD
LG