د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

"په اروپا کې به د بانکونو سکتور پیاوړی کړو"


د جرمني او فرانسې مشرانو پرون ژمنه وکړه، چې د روانې میاشتې تر پایه به په ایرو زون کې د پورونو د ستونزو د هواري لپاره یو نوی هر اړخیز پلان په ډاګه کړی، خو په دې اړه یې جزیات ورنه کړل.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي په برلین کې له خبرو وروسته وویل، د دوي هدف د یونان ستونزو ته د یوې دایمي حل لارې موندل و او په دې یې موافقه وکړه چې په څه ډول د بانکونو پانګه زیاته شي او د جي شل د ډلې سرمشریزې ته چې د نومبر له دریمې ترڅلورمې په کنس کې جوړیږي، د ایرو زون د اقتصاد د چټک هماهمنګ کولو یو پلان وړاندې کړي.

سارکوزي په یوه خبري غونډه کې وویل، موږ په دې پوهه یوچې د ایرو د ثبات لپاره تر ټولو ډير مسولیت فرانسې او جرمني ته متوجه دی،موږ ته پکار ده چې د دغې ستونزې په وړاندې یو ثابت او هر اړخیز اقدام وکړو.

سارکوزي زیاته کړه، موږ پریکړه وکړه، چې د روانې میاشتې تر پایه به دغسې یو اقدام کوو، ځکه چې اروپا باید خپلې ستونزې په کنس کې د جي ۲۰ د ډلې تر سرمشریزې پورې حل کړي.

سارکوزي به د کنس د سرمشریزې کوربه وي. که څه هم دواړو مشرانو په دې موافقه کړې چې په ایرو زون کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره به څه ډول اقدام کوي، خو د تیرو دو کلونو تجربو ښودلې چې په دومره لڼډ وخت کې به دوي په دې ونه توانیږي چې د ایروزون د پنځلسو نوروغړیو هېوادونه موافقه ترلاسه کړي.


که څه هم دواړو مشرانو له دې ډډه کوله چې د خپل پلان په اړه جزیات څرګند کړي خو سارکوزي وویل چې دی او میرکل له دې سره بیخي موافق وچې د اروپایي بانکونو پانګې زیاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني او فرانسی چارواکو په وروستیو ورځو کې په څرګنده ویلي و چې دواړه هیوادونه په دې برخه کې ډیراختلافات لري.


فرانسه او جرمني چې د ایروزون دوه ستراقتصاد لرونکي هېوادونه دي، په وروستیو کې د ایرو زون د بحران د هواري لپاره پرې فشارونه زیات شوي دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د تیرې پنجشنبې په ورځ له اروپا وغوښتل چې ژر تر ژره دی اقدام وکړي او په ایرو زون کې راولاړې شوې ستونزې یې تر ډیره حده د متحده ایالاتو د اقتصادي بیارغونې په لاره کې لوی خنډ وباله.

د نړېوال بانک ریس رابرت ځولیک یوې جرمني رسنۍ ته وویل، چې اروپا د یوې دورنما له نشتوالي سره مخ ده او جرمني ته پکار ده چې ثابته کړي چې د مشرتابه وړتیا لري.

پاریس غواړي، چې د ایرو زون د مالي ثبات د صندوق د ۴۴۰ میلیارډ ایرو له پانګې له خپلو بانکونو سره د مرستې لپاره کار واخلي او له دې ویره لري چې که بانکونو ته خپله پانګه ورکړي نو به خپل لوړ درې اې لرونکی کریدت له لاسه ورکړي او په برلین کې چارواکو دا واضح کړې چې د دغه صندوق له پیسو باید د وروستي اقدام په توګه کارواخیستل شي، په دې مانا چې کله د ایرو زون غړي هیوادونه له خپلو بانکونو سره د مرستي لپاره کافي منابع ونه لري.

یونان چې د ایرو زون غړی او ترټولو سخت له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ویلی چې که د نومبر د میاشتې ترنیمایي ورسره د اروپا کمیسیون ، نړیوال وجهی صندوق او داروپا مرکزي بانک د میلیارډونو ایرو نوره مرسته ونکړي نو به ونشي کولای چې خپل لګښتونه تامین کړي.
XS
SM
MD
LG