د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د شګو توپان په سرت کې عمليات ورو کړي


د ليبيا سرت ښار
د ليبيا سرت ښار
د لیبیا د موقت حکومت ځواکونه وایي، د معمرالقذافي د پلرني ټاټوبي سرت ښار د پوره نیولو عملیات یي د شګود توپان له وجي ورو شویدي.

د لیبیا د انتقال د ملي شوری ځواکونه د قذافي د ملاتړو قوتونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي. د قذافي ملاتړي ځواکونه په وسلو ښه سمبال دی، د سیرت ښار په مرکزې برخو او د پوهنتون په شاوخوا کې یی پخې مورچلې جوړې کړیدي.

سرت او بن ولید وروستي دوه ښارونه دي چې د قذافي د ملاتړو تر واک لاندي دي.

د امریکا یوه جګ پوړې پوځي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، د ناتو عمومي منشي بارو لري چې معمرالقذافي له دي نور د خپلو ملاتړو چې د ماتي په درشل کې دي، د قوماندې چارې پر مخ نه وړي.

تیره شپه په سرت ښار کې د توپونو، توغندیو او ټانکونو ډزې اوریدل کیدلې او نن ورځ هم له ښار څخه لوګې پورته کیدل.

الجزیره تلویزیون وایي، په نښتو کې د لیبیا د موقت حکومت لږ ترلږه لس عسکر وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي. اکثرکسان په غلچکو ډزو کې وژل شویدي.

الجزیره تلویزیون دغه راز وایي، ناتو جنګی الوتکو په سرت ښار کې په هدفونو حملې کړیدي.
د ملګرو ملتونو استازي ایان مارتین په دواړو خواو غږ کړی چې د بشري حقونو درناوی وکړي او ملي پخلاینې ته دي کار وکړي.

د لیبیا د انتقال ملي شوری وایي، ګمان کیږي چی د قذافي یو ځوي معتصم په سیرت کې او پخپله قذافي د لیبیا د جنوب په دښتې کې دی.

په سیرت ښار کې یو لک کسان ژوند کوي اوراپورونه وایي چې د ښار د اوسیدونکو وضعه ډېره خرابه ده.
XS
SM
MD
LG