د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د سوريې مخالفين په قاهره کې غونډه کوي


په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
د سوریې د رژیم د مخالفو ډلو ایتلاف ( د سوریې ملي شوری ) وایي، دوي به نن په قاهرې کې جرګه شي او زیارباسي چې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د نړیوالو ملاتړ راجلب کړي.

د شوری ویانده بسما قدماني وایي، د قاهرې غونډه د سوریې د خلکو له انقلاب سره د مصریانو د خواخوږۍ پر اساس جوړیږي.

د سوریې ملی شوری ۱۴۰ غړي لري او د تېری یکشنبې په ورځ په ترکیې کی په رسمې ډول جوړه شوه. پدي شوری کې ټولې هغه ډلې راټولې شوي چی د بشار الاسد د رژيم د لیري کیدو لپاره د مظاهره کوونکو ملاتړ کوي.

د جمعې د ورځي په مظاهرو کې چې ددغې شوری په غوښتنې جوړې شوې وې، لږترلږه شل کسان ووژل شول.

له بلې خوا، ملګري ملتونه وایي، د مارچ له نیمایي یعني له کومي ورځي چې په سوریې کې د بشار الاسد پر ضد مظاهرې پیل شوي، په شخړو کې یو سل او اوه اتیا کوچنیان وژل شویدي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کمیټې مشر ژین زرماتین د سوریې په حکومت غږ وکړ چې د ملکیانو پر ضد د وژونکي قوي استعمال دي بند کړي ترڅو نور کوچنیان په شخړو کې مړه او ټپیان نشي.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ ویلي و، د بشار الاسد د رژیم پر ضد د مظاهرو له پیل راهیسي د سوریې په شخړو کې له ۲۹۰۰ څخه زیات کسان وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG