چټام هاوس:
په لندن کې د چټام هاوس په نامه څېړنیز مرکز په انټرنیتي پاڼې کې، ″د افغانستان جګړه: د ختم یوه نیټه اوله پای پرته حالت″ تر سرلیک لاندې یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې لیکي، په افغانستان کې د لویدیځ د لس کلنې جګړې د ختم نیټه موږ ته معلومه شوي او هغه د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر میاشت ده خو موږ د افغانستان او سیمې د ثبات د ستونزو د پاي په حالت نه پوهیږو.
خپرونه لیکي، افغانستان ته د امریکا د اضافي عسکرو په استولو سره د هیواد په جنوب کې تاکتیکې بری حاصل شوی. ايساف د طالبانو د مشرتابه او قوماندې د له منځه وړلو او ګډوډولو په کار کې ښه پرمختګ کړی.
هلمند ولایت، چې د وسله والو د جګړې اصلي ډګر بلل کیده، د حکومت او امنیت په برخو کې په کې نازک خو د نظر وړ پرمختګ ترسترګو کیږي.
د جمهور رییس بارک اوباما اداره هڅه کوي، چې د راتلونکو دریو کلونو لپاره یوه پراخه او قوي ستراتیژي جوړه کړي، خو ستره ستراتیژیکه پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده.
چټام هاوس په تحلیلي مقالي کې لیکي، د امریکا حکومت باید په پوره دقت او غور سره د افغانستان د پخواني جمهور رییس ډاکټر نجیب الله د حکومت سابقې ته چې په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته دري کاله په واک کې پاته شو، پام وکړي.
ډاکټر نجیب الله په پوره مهارت او درایت د مجاهدینو د مختلفو ډلو تر منځ د مخالفتونواو د ښمنیو څخه ګټه واخیسته او خپل واک یې ټینګ کړی و.
ډاکټر نجیب الله په عین حال کې خپل پوځي او امنیتي ځواکونه غښتلي کړل او له شوروي اتحاد څخه په ترلاسه کړیو مالي مرستو یې زیات شمېر قوتونه خپل کړل.
خو کله چې د شوروي اتحاد امپراطوري ړنګه شوه، د افغنستان حکومت ته مالي مرستې هم بندې شوې، رژیم له پښو وغورځید او په هیواد کې کورنۍ جګړې پيل شوې.
خپرونه وړاندې لیکي، د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت په وړاندې د متحده ایالاتو ستراتیژي تر ډېره حده د ډاکټر نجیب الله د رژیم حالت ته ورته ده.
د امریکا په ستراتیژۍ کې ټینګار شوی، چې افغان حکومت ته باید په کافي انداره مرستې برابرې شي، ترڅو خپل پوځي او امنیتي توان او مشروعیت وساتلاي شي.
په ستراتیژۍ کې دا هم راغلي، چې وسله وال مخالفان به تر وروستي حده کمزوري او وټکول شي او ځیني نور به یې د پیسو په واسطه خپل کړای شي. خو دا ټولې وعدي او خبرې د کاڼې کرښه هم نه شي کیداي.
پوښتنه دلته ده، چې د امریکا متحده ایالات به په روان اقتصادی کمزوري حالت کې د پیسو توان او حوصله ولري، چی جمهور رییس حامد کرزي ته سپین چکونه ورکړې؟
ګارډین:
انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې، ″افغانستان د سیاسي حل لپاره وخت ضایع کوي او طالبان هم په دې خبري پوه دي″ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي:
لس کاله وړاندې چې کله امریکایي ځواکونو طالبان په مخه کړل او حامد کرزی یې واک ته رساوه، د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په پنځمه، کرزي د کندهار په شاولي کوټ کې د طالبانو له استازو سره وکتل.
حالات په سرعت سره د بدلون په حال کې وو. له دې څخه څو ساعته مخکې افغان مشران د جرمني په بن ښار کې جرګه شوي وو او حامد کرزی یې د موقت حکومت د مشر په توګه وټاکه.
ګارډین لیکي، د طالبانو مشر ملا محمد عمر په کندهار کې خپل دوهمه درجه قوماندان ملا عبیدالله ښاغلي کرزي ته ور واستاوه، خپله ماته یې ومنله او د سولې وړاندیز یې وکړ.
طالبانو دغه راز د موټرو او وسلو د تسلیمولو وړاندیز هم وکړ او غوښتل یې، چې په خپلو کورونو کې عادي ژوند تېر کړي. ملا عبیدالله کرزي ته د پخلاینې په دود ډوډۍ هم واستوله.
ورځپاڼه لیکي، هغه مهال دا د سوله اېز انتقال تر ټوله غوره لار او فرصت و، خو داسې ونه شول. د امریکا متحده ایالات چې د سپتمبر د ۱۱ مې حملو وروسته په غضب وو، د طالبانو پرضد یې حملې پیل کړې، د هغوی مشران مجبور شول پاکستان ته واوړي او د خپلو ټپونو له رغونې وروسته یې افغانستان ته مخه کړه او نن یې نتیجه موږ وینو.
ګارډین وړاندې لیکي، لس کاله وروسته حامد کرزی بیا هم غواړي، چې په شاولي کوټ کې یو ځل بیا له طالبانو سره خبرو ته کیني، خو دا چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او د شخړو د زیاتېدو امکانات هم زیات شوی، پوښتنه پیدا کیږي، چې ایا د دې ډول خبرو او کتنو لپاره وخت کافي او مناسب دی؟