د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

پانیتا د طالبانو پرضد د سي.ای.اې د عملیاتو یو راز څرګند کړ


په یو بل ځای کې هم لیون پنیټا د امریکا او ایټالیوي پوځيانو په یوه ګډه اډه کې، د هغو هوايي افسرانو مننه وکړه، چې په د لیبیا په عملیاتو کې یې برخه لرله.
په یو بل ځای کې هم لیون پنیټا د امریکا او ایټالیوي پوځيانو په یوه ګډه اډه کې، د هغو هوايي افسرانو مننه وکړه، چې په د لیبیا په عملیاتو کې یې برخه لرله.
د امریکا د دفاع وزیر د جمعې په ورځ دا په اصطلاح څرګند راز تایید کړ او ویې منله چې د امریکا مرکزي استخباراتي اداره یې سي. ای. اې د سخت دریځو وسله والو پر ضد له بې پیلوټه الوتکیو کار اخلي.

د امریکا حکومت په څرګنده د دې هیواد د استخباراتې ادارې یا سي. اي اې له خوا د بې پیلوټه الوتکیو د بریدونو له تایید ډه ډه کوي.

خو د امریکا د دفاع اوسنی وزیر لیون پنیټا، چې تر دې دندې د مخه د دې هېواد د مرکزي استخباراتي ادارې مشر و، په ایټالیې کې د امریکا د یوې پوځې اډې د لیدنې پر مهال په دې اړه دوه حوالې ورکړې، چې د سي. ای. اې اداره له بې پیلوټه الوتکیو کار اخلي.

نوموړي په دې پوځي اډه کې، امریکايي پوځیانو ته په وینا کې وویل:

″له سي. ای. اې څخه پینټاګون ته په راتلو زما په وړاندې د هغې څخه ډیرې وسلې دي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې کې مې په واک کې وې. البته بې پیلوټه الوتکې هم بدې نه دي.″

د څارونکیو په وینا په دې خبرې سره پنیټا یو ډول تایید کړه، چې سي. ای. اې له بې پیلوټه الوتکو کار اخلي.

په یو بل ځای کې هم لیون پنیټا د امریکا او ایټالیوي پوځيانو په یوه ګډه اډه کې، د هغو هوايي افسرانو مننه وکړه، چې په د لیبیا په عملیاتو کې یې برخه لرله.

د لیبیاپه عملیاتو کې د بې پیلوټه الوتکو رول:

نوموړی چې د هاواک د یوې بې پیلوټه الوتکې تر څنګ ولاړ و، پنیټا د لیبیا په عملیاتو کې د بې پیلوټه الوتکیو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل، زه له بې پیلوټه الوتکو سره زما د پخوانۍ دندې راهېسې بلد یم.

راپور وايي، د پنیټا له خبرو وروسته د پري ډاټور په نوم بې پیلوټه الوتکه له اډې پورته شوه.

امریکايي پوځ د لیبیا او افغانستان په جګړو کې دې بې پیلوټه الوتکو د کارولو خبره نه پټوي. خو دا چې په پاکستان او یمن کې دې د سي. ای. اې له خوا دا بې پیلوټه الوتکې کارول شوې وي، د دې تایید په څرګنده امریکايي چارواکي نه کوي.

دا لومړي ځل نه دی، چې پنیټا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو حواله ورکوي تر دې مخه هم نوموړی، چې کله د سي. ای. اې مشر و، نو ویلي وو، چې د القاعده د غړیو خلاف د بې پیلوټه الوتکیو بریدونه یوازینی کاري لاره ده.
XS
SM
MD
LG