د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

سارکوزي: ترکيه دې د ارمنانو وژنه د ډله ييزې وژنې په توګه وپېژني


سارکوزي
سارکوزي
د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د جمعې په ورځ پر ترکیې غږ وکړ چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني امپراتورۍ د واکمنۍ پرمهال د ارمنانو ګڼه وژنه د جنوسایډ یا ډله ییزې وژنې په توګه په رسمیت وپېژني.

سارکوزي ارمنستان ته د خپل دوه ورځني سفر په دوهمه ورځ په پلازمېنه ایروان کې خبریالانو ته وویل چې ترکیې په دې برخه کې د عکس العمل لپاره کافي وخت درلود ځکه دا ګڼه وژنه په ۱۹۱۴ کال کې پیل شوه خو ده په عین حال کې یادونه وکړه چې دا د فرانسې کار نه دی چې چاته وروستی خبرداری ورکړي.

د فرانسې ولسمشر په عین حال کې پر ارمنستان هم غږ وکړ چې له ترکیې سره د اړیکو د عادي کولو او له ګاونډي هېواد اذربایجان سره یوې دوامداره سولې ته د رسېدو په برخه کې هڅې وکړي.

سارکوزي دا څرګندونې د ارمنستان له ولسمشر سرژسرکیسیان سره چې په عام محضر کې یې د ترکیې په وړاندې د دریځ په خاطر د ده مننه وکړه، په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وکړې:
̋
موږ د جینوسایډ په توګه د دې ناوړه تراژیدۍ، چې د تېرې پېړۍ په پیل کې یې ارمنان وځپل د رسمیت پېژندو او په قانوني ډول د هغې د غندنې په خاطر له فرانسې څخه مننه کوو̋

سارکوزي د پنجشنبې په ورځ ایروان ته له رسېدو وروسته سمدستي وویل چې ترکیه باید خپل تاریخ ته له سره کتنه وکړي او زیاته یې کړه چې له دې مسئلې څخه د ترکیې د دولتونو او خلکو انکار د منلو وړ نه دی:
̋
که ترکیه خپل تاریخ ته له سره کتنه وکړي او مخامخ تیارو اورڼاوو ته وګوري نو دا به کافي وي چې دا پېښه ډله ییزه وژنه وبولي، خو که داسې ونکړي، بې له شکه چې دا حالت به همداسې دوام وکړي̋

د فرانسې ولسمشر همداراز وویل چې که ترکیه د سولې په برخه کې اقدام ونکړي نو دی به د داسې یوه قانون طرح وړاندې کړي چې له مخې به یې له دې ډله ییزې وژنې څخه انکار یو جرم وګڼل شي. ده هیله څرګنده کړه چې ترکیه به په ۲۰۱۲ کال کې د ده د جمهوري ریاست د دورې له ختمېدو مخکې اقدام وکړي.

ترکیې د سارکوزي د دې غوښتنې په ځواب کې سخت عکس العمل وښود. د ترکیې د بهرنیوچارووزیر احمدداووداوغلو وویل، فرانسه مخکې له دې چې نورو ته د تاریخي کتنې درسونه وښيي، خپلې استعماري سابقې ته دې وګوري.

داود اوغلو په انقره کې خبریالانو ته وویل، ترکیه او ارمنستان د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره کار کوي، خو د سارکوزي څرګندونې ښايي د پخلاینې پر هلوځلو ناوړه اغېز وکړي. د ترکیې د اروپايي چارووزیر ایګمېن باګیس هم د سارکوزي غوښتنه رد کړه. نوموړي سرایوو ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، ښه به دا وي چې سارکوزي د ارمنستان د تاریخي بحثونو پرځای په فرانسه کې د روان اقتصادي بحران په اړه فکر وکړي.

فرانسه د روسیې او سویس ترڅنګ د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ارمنانو ډله ییزه وژنه د جينوسایډ په توګه په رسمیت پېژني.

ارمنستان ادعا کوي چې عثماني امپراتورۍ دلومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال یونیم میلیون ارمنان په ډله ییز ډول وژلي خو ترکیه پر دې ګڼه وژنه د ییزې وژنې یا جینوسایډ د نوم ایښودل نه مني، وايي چې له درې سوو تر پنځو سوو زرو پورې ارمنان او لږترلږه په همدې شمېر ترکان په خپل منځي جګړو کې هغه مهال ووژل شول چې ارمنانو د عثماني واکمنو پرضد پاڅون وکړ او له یرغلګرو روسي ځواکونو سره یې لاس یو کړ.
XS
SM
MD
LG