د کابل د امنیې قومندانۍ وايي د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د موندلو او د هغه د تښتوونکو د نیولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي.
ښاغلی عبدالجبار ثابت د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ پورې مربوط یوې سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د دوی معلومات ښيي چې ښاغلی ثابت د میدان وردګو پر لور وړل شوی دی او پولیس یې د موندلو په لټه کې دي.
په کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي ستانکزي سره مرکه کړې او نوموړی د پیښې په اړه وايي:
د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!