د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۱

کابل: د ″ افغانستان د پیوستون ګوند″ غړو مظاهره وکړه


مظاهره کوونکي وايي، بهرنیان زموږ هېواد نه شي جوړولی.
مظاهره کوونکي وايي، بهرنیان زموږ هېواد نه شي جوړولی.
د افغانستان د پیوستون ګوند غړیو پر ایران، پاکستان، امریکا او وسله والو طالباتو تور لګاوه، چې د دوی لاسوهنو، افغانان له ډول ډول ستونزو مخ کړی او دا لاسوهنې باید ژر ترژره بندې شي.

د مظاهرې تنظیموونکی انجنییر حفیظ اله راسخ ازادي راډیو ته وویل، چې له تیرو څو کالوراهیسې پاکستان، ایران، امریکا په مسلسله توګه په افغانستان کې لاسوهنې جاري ساتلی او د دې ملت د بدمرغۍ سبب شوی دی ده وویل:

″زموږ هیواد د بهرنیانو د لاسوهنې له لاسه وران شو، عام خلک په وروستیو لسو کلونو کی د راز راز بدبختیوسره مخ شول، موږ غواړو بهرني هیواد ونه زموږله خاورې ووځي.″

د افغانستان د پیوستون د ګوند غړو، چې شمیر یې له سلګو زیات و، د پنجشنبی په ورځ یې د کابل ښار د شاه دوشمشیره له څلورلاري څخه د باغ عمومي ترپله پوری د امریکا، پاکستا ن او ایران پرضد شعارونه ورکړل.

دوی له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د افغانستان روان وضیعیت ته دې پاملرنه وکړي او د ستونزو حل ته دې بیړني تدابیر ونیسي.

د مظاهره کوونکو له ډلې څخه ″ناهید″ ازادۍ راډیو ته وویل:

″امریکا وایي، په افغانستان کې یې ډیموکراسي راوړې ده، خو د دې ترڅنګ یې څوبرابره زموږ هېوادوال وژلي دي.

زموږ هیواد بهرنیان نه شي ابادولی، همدارنګه پاکستان، ایران اوطالبان هم زموږ د هیواد په وراني او بدبختي کې لوی لاس لري.″

مظاهره کوونکي ویل، بهرنی هیوادونه د دوی په هیواد او سیمه کې خپلې ګټې لټوي نه دا چې د افغانانو لپاره کار وکړي.

خو امریکا او نړیواله ټولنه وایي، چې په تیرو لسو کلونو کې یې د افغانانو د سوکالي، ترقي او د دوی د هېواد د پرمختګ لپاره هر اړخیزې مرستې کړي دي.

دوی وایي، د دې هیواد اوسنی وضیعیت لیدل کیږي، چې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي برخو کې یې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

امریکا او نړیواله ټولنه وایي، غواړي ترهګر له دې خاورې څخه نورو هېوادونو ته زیان ونه رسوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG