د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

امريکا او اروپايي ټولنې پر روسيې او چين انتقاد وکړ


د ملګرو ملتونو امنيت شورا
د ملګرو ملتونو امنيت شورا
د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي متحدانو یي نن په روسیې او چین انتقاد وکړ چې د ملګرو ملتونوامنیت شوری کې یي د سوریې پر ضد د پریکړه لیک مسوده ویتو کړیده.

د پریکړه لیک په مسودې کې د سوریې حکومت ته، د رژیم ضد مظاهره کوونکو د ټکولو له وجي د احتمالي سزا ورکولو ګواښ شوی و.

د پریکړه لیک مسوده، فرانسې او جرمني له انګلستان او پرتګال سره په ګډه برابره کړې وه او د سه شنبې په ورځ یي د امنیت شوری د رایو لپاره وړاندي کړې وه. دغو هیوادونو نن وویل، د امنیت شوری دویتو یعني سه شنبې ورځ د سوریې د خلکو ، ملګرو ملتونو او نړیوال قانون لپاره د خپګان ورځ وه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفېرې سوزان رایس وویل، واشنګټن د چین او روسیې د سه شنبې د ورځې په ویتو سخت په غوسه دی:

“ د امریکا متحده ایالات په قهر دي چی امنیت شوری په قطعې ډول ونشو کړاي یو عاجل اخلاقي آزمیښت ، د سیمې سولې او ثبات ته زیاتیدونکی ګواښ ته ځواب ووایي. د امنیت شوری یو شمېر غړیوله څو اونیو راهیسي هڅه کوله هر هغه متن کمزوری او عادي کړې چی د بشار الاسد د رژیم د ظلمونو په مقابل کې یی د سوریې د بي ګناه ملکیانو دفاع کوله. نن د امنیت شوری دوو غړیو بي ځایه، د مسودې هغه متن ویتو کړ چی د بندیزونو نوم هم پکي نه و ذکر شوی”.

په ملګرو ملتونو کی د روسیې سفیر اناتولې چورکین وویل، دا مسوده د منلو ړ نه وه او د مقابلې په فلسفې ولاړه وه. چین وایي، د پریکړه لیک مسودې د مرستې پرځاي ، په پټو سترګو په سوریې فشار اچاوه.

د پریکړه لیک په مسودې کې د بندیزونو کلمه نده ذکر شوي خو د سوریې پر ضد د سختو او جدي اقداماتو خبره پکي راغلي ده.

د امنیت شوری له پنځلسو غړیو هیوادونو څخه نهو یي موافقي راي ورکړي، خو هند، برازیل، جنوبي افریقا او لبنان رايې ورنکړي.
XS
SM
MD
LG