د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۶

جلال اباد:د نړېوالو ځواکونو پر ضد لاريون وشو


په ننګرهار کې د نجم المدارس سلګونو زده کوونکو د اېتلافي ځواکونو د تېرې شپې د عملياتو په غبرګون، چې په کې يې د دوي د يوه ښوونکي زوی له ځان سره بېولي، لاريون وکړ.

لاريون د جلال اباد ښار په غربي څنډه بای پاس سړک ته څیرمه چې په کې د امدرسه واقع ده ، شاوخوا نهه بجې پيل شو او تر یوه ساعت وروسته پای ته ورسېده.

لاريون کوونکو د امريکا پر ضد شعارونه ورکول او له افغان دولت څخه يي د خپل ښوونکي د زوی لطيف الله د را خوشې کولو غوښتنه کوله.

دوي خبرداری ورکړ، که غوښتنې ته يې پام ونه شي خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

د دغه لاريون يوه ګډونوال عبدالله ازادۍ راډيوته وويل:

((تر هغه به له لاريونونو لاس وانه خلو، څو چې زموږ د استاد زوی نه وي راخوشې شوی او تر څنګ يي د هغه د بې عزتۍ اعاده هم نه وي شوې))

د نجم المدارس ښوونکي مولوي سيد حکيم قمري بیا وویل وويل:

((نن د شپې دولس بجې بهرني ځواکونه زما پر کور را واوښتل، زه يې ووهلم او زما هغه زوی يي له ځان سره بوته، چې درې ورځې وړاندې مې ورته واده کړی وو))

هغه ټينګار کوي، چې د تېرو اتو کلونو راهيسې په دغه مدرسه کې پر تدريس بوخت دي او له هېڅ کومې وسله والې ډلې سره لاس نه لري، نو په کوم دليل يي زما زوی بېولی دی.

نوموړي زياته کړه:

(هغه خلک چې بې دينۍ ته کار کوي د هغوي عزت کېږي او څوک چې له سهاره تر ماښامه تدريس کوي هغه د ښځو په مخکې وهل کېږي))

د ده په وينا چې دا شپږم ځل دی چې د دوي پر کور بهرني ځواکونه عمليات کوي. چې له دې وړاندې يې د ده دوه وروڼه هم بېولي، چې اوس هم په څرخي پله کې بنديان دي.

په ختيځ کې مېشتو اېتلافي ځواکونو تر دې دمه رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي وویل ولایتي اداره په دې اړه څېړنې کوي.

محمدداودوفا/جلال اباد
XS
SM
MD
LG