وال سټریټ ژورنال:
امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، ″په افغانستان کې تودې شپې″ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او په خاص ډول د انګلیسي عسکرو د شپې د حملو او یرغلونو پر وړاندې د افغانستان د حکومت او خلکو مخالفتونه او اعتراضونه زیات شوي.
د ورځپاڼې په باور، په ټاکلو هدفونو باندې دا ډول حملې یا عملیات داسې حالت ته رسیدلي، چې د ګټې پرځای یې تاوان زیات دی.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، د شپې په تیاره کې دا کوماندویي حملې چې د ″وژنې او یا نیونې ماموریت″ تر نامه لاندې تر سره کېږي، په تېرو وختونو کې هم تر سره کېدلې خو دا حملې به د جګړې د عملیې وروستی پړاو بلل کېده. په دې معنی، پوځي څیړونکو به د جګړې په جریان کې د ټاکلو هدفونو په اړه کره کتنه کوله او له مختلفو اړخونو څخه به یې څیړل.
دوی به مختلفی لارې سنجولې او په ورستي انتخاب یا قدم کي به یې د شپي د تیارې د حملو پریکړه کوله او طبیعي ده، چې په داسې یوه حالت کې به یې نتیجې هم مثبتې وې.
خو نن سبا، د وژنې او نیونې ماموریت په یوه عادي ماموریت بدل شوی او له کره کتنو او څیړنو پرته تر سره کېږي.
وال سټریټ ژورنال لیکي، په دي ډول حملو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او په ځای ده، چې خلک خپل د اعتراض غږ پورته کړي.
فایننشل ټایمز:
انګلستان چاپ ورځپاڼې، ″له افغانستان څخه د وتلو نا معقوله عجله″ تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:
په افغانستان کې د بهرنیانو له پوځي دخالت څخه لس کاله تیرېږي، خو بیا هم په دې هېواد کې د ستراتیژۍ خبرې کېږي. د ورځپاڼې په باور، د افغانستان له جګړې څخه دا مهال دوه ډوله تصور موجود دی.
یو د بدبینۍ نظر دی او خلک داسې انګېري، چې لویدیځ غواړي په دې هېواد کې خپله ماتې بری وښیي او خپلې تیښتې ته د وتلو نوم ورکړي.
فایننشل ټایمز لیکي، د افغانستان په جګړې کې یو نامناسبه عنصر موجود دی او هغه ټولو له یاده ایستلی دی. خبره دا ده، چې هره ورځ په افغانستان کې یو شمېر نارینه او ښځې په یونیفورم کې د طالبانو پر ضد جګړو کې وژل کېږي او د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم نه ده بنده شوې.
د ورځپاڼې په باور، دا د هغه ستر پلان نتیجه ده، چې هدف یې د یوه نوي ډموکراټيک افغانستان جوړل او دغه راز د تروریزم له ګواښ څخه د لویدیځ والو خلاصول و.
فایننشل ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، بل تصور د هیلو او خوښیو دی او هغه داچې، لویدیځ ډپلوماټان او پوځيان وایي، د طالبانو پر ضد جګړې کې پرمخ تللي اودغه راز د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په کار کې یې هم د نظر وړ پرمختګ حاصل کړی. په دې توګه به هغوی وکړای شي، د ۲۰۱۴ کال تر پایه امنیتي چارې افغانانو ته وسپاري او له افغانستان څخه د وتلو عملیه به پشپړه کړي.
ورځپاڼه لیکي، تر هغې چې د دغو دوو تصورونو یا نظرونو تر منځ ریښتیني لار و نه ټاکله شي، د افغانستان لپاره برابره شوې طرحه به نه بشپړه او نه هم عملې شي.