د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۱۱

خبرونه

شمالي وزيرستان کې ٤ کسان وژل شوي

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، په شمالي وزیرستان کې په یوه موټر باندي د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په حملې کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوی دي.

د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو د پنجشنبې په ورځ له واشنګټن سره د اړیکو د خرابیدو په اړه غونډه وکړه او چارواکو له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې په قبایلې سیمو کې د بي پیلوټه الوتکې حملې دي بندې کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا ځانګړي استازي له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره د قطر بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار لیدنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په مسئله خبرې کړي.

ټام وېسټ نن په خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه لنډ لیکلي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره‌یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ په دې ټویټ کې لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی.

قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او وخت ناوخته له امریکایانو او نورو چارواکو سره د افغانانو غونډې جوړوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دې اوونۍ سر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره هم دوه ورځې غونډې وکړې.

طالبان وایي د معتادینو د درملنې د تر ټولو ستر مرکز ظرفیت‌یې لوړ کړی

کابل کې د معتادینو د درملنې یو مرکز

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د تر ټولو ستر مرکز ظرفیت‌یې لوړ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ویلي، پلازمېنه کابل کې دې مرکز پخوا د زرو روږدو د درملنې وړتیا درلوده، خو اوس په یوه وخت درې زره کسان په‌کې تداوي کېدای شي.

ښاغلي خوستي پرون د نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت له مسؤلانو سره له دې مرکزه د لیدنې پر مهال وویل: "د اسلامي امارت پلان دا دی چې په کابل ښار کې او په ولایتونو کې چې څومره معتادین دي، راټول کړل شي او علاج‌یې وشي. دا خلک واقعاً د رحم وړ دي، دوی مریضان دي، مجرمین نه‌دي."

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د سړې هوا په رارسېدو یې د کابل له بېلابېلو سیمو نږدې درې زره معتادین راټول کړي او د درملنې مرکزونو ته‌یې استولي دي.

په افغانستان کې د معتادینو د کره شمېر په اړه تازه څه نه‌دي خپاره شوي، خو پخوانیو سروې‌ګانو کې ویل شوي چې شااوخوا درې ملیونه کسان په‌کې په نشو روږدي دي.

د طالبانو لوی درستیز: د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره هڅې روانې دي

ارشیف، د طالبانو د بدري ۳۱۳ قطعې یو شمېر سرتېري

د طالبانو حکومت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره‌یې هڅې روانې دي.

د طالبانو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، وکړې.

هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي.

دی زیاتوي: "هغه کسان هم جذبېږي چې پخوانۍ اردو کې یې روزنه ترلاسه کړې او مسلکي دي، دا به هغه کسان وي چې فساد کې ښکېل نه‌وو."

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي و چې د دوی په پوځ کې به د پخواني حکومت ټیټ پوړه سرتېرو ته ځای نه‌وي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت شااوخوا درې نیم لکه پوځیان، پولیس او د ملي امنیت سرتېري درلودل، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال وویل، په هغه کمیت کې اردو ته اړتیا نه‌لري.

طالبان: ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت وایي، په کابل او ولایتونو کې یې ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي.

دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون خپلو ویاندویانو ته د یوه روزنیز پروګرام په پای کې وکړه.

دې غونډې ته د رسنیو ځیني مسؤلان هم ورغوښتل شوي وو چې هغوی له طالبانو نه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

طالبانو پرون د ۲۵ وزارتونو او ادارو لپاره خپل ټاکل شوي ویاندویان هم رسنیو ته وروپېژندل.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې څه موده وړاندې په یوه نظر پوښتنه کې ویلي و چې د طالبانو په راتګ ۷۵ سلنه رسنۍ تړل شوي او اطلاعاتو ته لاسرسی هم ستونزمن شوی دی.

طالبانو په ارزګان کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي

ارزګان کې یو شمېر نیول شوي کسان

په ارزګان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد اصف ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

نوموړي وویل چې دغه ولایت کې امنیتي وضعیت په ښه کېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ارزګان ولایت کې د انسان تښتوونکو، غلاو او نورو جنايي جرمونو کچه لوړه شوې چې خلک‌یې لامل د خلکو او یا هم د ځوانانو بې‌کاري یادوي.

بلېنکن: روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي

بلېنکن او لاوروف پرون په ستاکهولم کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي، روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي.

بلېنکن ویلي، امریکا غواړي چې روسیه په سیمه کې د رامنځته شویو ناندریو د حل لپاره ډیپلوماتیکه لاره غوره کړي.

بلېنکن او لاوروف پرون په ستاکهولم کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.

بلېنکن په یوه خبري غونډه کې مسکو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر ضد پوځي اقدام به‌یې "په لوړه بیه" ورته پرېوزي.

بلېنکن وايي: "د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات کې مې په ډاګه وویل چې پر اوکراین د روسیې یرغل به جدي عواقب ولري. له دې ډلې د لوړ اغېز اقتصادي اقدامات چې موږ پخوا ترې ډډه کړې ده."

بل لور ته لاوروف بلېنکن ته ویلي، مسکو "اوږدمهاله امنیتي ضمانتونو" ته اړتیا لري چې ختیځ لوري ته د ناټو پراختیا ودروي.

لاوروف خبریالانو ته ویلي: "موږ غواړو ډاډه شو چې غږ مو اورېدل کېږي او اصلي خبره زموږ امنیت دی."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران لا هم وخت لري اټمي تړون ته راوګرځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، له وروستیو لفاظیو سره سره ایران لا هم وخت لري چې د اټمي تړون ژمنو ته راوګرځي.

بلېنکن ویلي د ایران وروستي تحرکات د خوشبینۍ ډېر احساس نه‌ورکوي، خو په خبره‌یې ایران ته لا ډېره ناوخته نه‌ده چې شاتګ وکړي.

بلېنکن خبریالانو ته ویلي، نړیواله ټولنه به نږدې راتلونکي کې دا څرک ولګوي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته بېرته ورګرځي او که نه.

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې ایران اټمي فعالیتونه محدود کړل او لوېدیځ‌یې په بدل کې پر دغه هېواد لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې کړل.

۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړونه ووته، پر ایران‌یې بندیزونه ولګول چې ورسره ایران هم بېرته خپل اټمي فعالیتونه زیات کړل.

فاریاب کې نن د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په فاریاب ولایت کې د وزلوبې سیالۍ نن پنجشنبه (د لېندۍ ۱۱مه) پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ د میمنې ښار، قیصار، غورماچ او چهلګزي ولسوالیو د چاپندازانو ترمنځ پیل شوې وې، دوه ورځې یې دوام وکړ.

د بدني روزنې ریاست د نشراتو رییس داد محمد ناوک ازادي راډیو ته وویل، یادې سیالۍ د فاریاب ولایت د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل او ترسره شوې.

کابل کې لسګونه ښځو د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه 

ارشیف، کابل کې د مېرمنو اعتراض

نن په کابل کې لسګونه ښځو له یوه سرپټي ځایه د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه.

دغو ښځو په یوه ویډیو کې چې ازادي راډيو ته یې استولې ویلي چې بهر د لاریون لپاره وتلی نه شي او ادعا کوي چې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوې دي: "موږ په مرګ ګواښل شوي یو. موږ واټونو ته نه شو وتلی یعنې خپل غږ بهر نه شو پورته کولی. مجبوره یو چې د عدالت غوښتنې غږ له سرپټو ځایونو پورته کړو او له نړیوالې ټولنې وغواړو چې زموږ پیغامونه ولولي. موږ څه غواړو همدا چې ښوونځي باید پرانیستل شي او ښځې د زده کړو او کار حق لري."

دغو ښځو له دې مخکې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د مظاهرو هڅه کوله، خو اکثر د طالبانو له خوا نه پرېښودل کېدې او د راپورونو له مخې ان ځینې وخت د طالبانو وسله والو وهلې هم دي.

کابل کې د فوټبال لیګ د ب ګروپ لوبډلو دوه لوبې وشوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کابل کې د فوټبال لیګ د ب ګروپ لوبډلو ترمنځ نن دوه لوبې ترسره شوې.

د بدني روزنې ریاست د نشراتو رییس داد محمد ناوک ازادي راډیو ته وویل، د فوټبال د ب ګروپ د لوبډلو ترمنځ د لوبو په دوام نن چهارشنبه د مخابراتو لوبډلې له افغان ایلیټ سره د لوبې ډګر ته لاړه او لوبه ۳ د صفر پر وړاندې د مخابراتو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دوهمه لوبه د چهاراسیاب او توحید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په دې لوبه کې چهار اسیاب وکړای شول یو د صفر پر وړاندې توحید لوبډلې ته ماتې ورکړي.

ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د سالنګ ځوانانو لوبډله له توحید او افغان ایلیټ د شرکت برق سره د سیالیو ډګر ته لاړه شي.

'IRC' موسسې لوګر کې له بزګرو سره نغدي مرستې کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د 'IRC' موسسې په لوګر ولایت کې پر بزګرو څه باندې لس میلیونه افغانۍ د نغدي وېش لړۍ پیلوي.

د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، دغه لړۍ د لوګر ولایت د کرنې ریاست په مرسته پیل شوی او په ترڅ کې به یې هر بزګر ته ۱۷ زره او ۵۸۰ افغانۍ ورکړل شي.

د دغو مرستو هدف په لوګر ولایت کې د کرنې وده بلل شوی.

د لوګر ولایت اکثریت اوسیدونکی په کرنه بوخت دي او هرکال مڼې، انګور، زردالو، شفتالو، غنم، جوار او لسګونه نور کرنیز توکي نورو ولایتونو ته لېږي.

طالبان: د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي لپاره خوست ته یو پلاوی تللی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ځنګلونو د پرې کولو او بهر ته د هغو د قاچاق د څېړلو او مخنیوي لپاره یې یو پلاوی خوست ولایت ته لېږلی دی.

د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوی د یاد وزارت د اوبو لګولو او طبیعي زېرمو معین په مشرۍ خوست ته تللی.

ښاغلی عمری وایي: "ځنګلونه د افغانستان طبیعي شتمني ده او د طالبانو حکومت د دغې شتمني ساتلو ته ژمن دي، له همدې امله به ډېر ژر د ځنګلونو د غیرقانوني پرېکولو او بهرته د هغو د قاچاق مخنیوي طرحه جوړه او کابینې ته وړاندې شي."

د ښاغلي عمري په خبره دغه راز د طالبانو حکومت کابینې پرېکړه کړې چې یو کمېټه دې جوړه شي، څو د لرګیو د انتقال لپاره یو مشخص وخت وټاکل شي، څو یې د قاچاق مخنیوی وشي.

سور صلیب: وچکالۍ افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ کړی

افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون خبرداری ورکوي چې سږکال افغانستان د وچکالۍ له امله له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

د دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې راغلي، چې همدا اوس څه ناڅه ۲۲ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له جدي کموالي سره مخ دي، ځکه وچکالي ۸۰ سلنه کرنېزې ځمکې اغېزمنې کړي، خلک یې د خپلو سیمو پریښودو ته اړ کړي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ویلي چې دوی هڅه کوي په روان ژمي کې درې زره ټنه خوراکي توکي په دوه لکه او لس زره اړمنو افغانانو وویشي.

په اعلامیه کې د دغه فدراسیون د اسیا د برخې اجرائیه رییس له خولې ویل شوي چې همدا اوس خلک له لوږې او سړو سره مخ دي او که مرستې په خپل وخت ونه رسېږي، نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.

د هند اسام ایالت کې یوه رېلګاډي دوه فیلان وژلي دي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هند په اسام ایالت کې یوه رېلګاډي دوه فیلان وهلي او مړه کړي یې دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دا فیلان پرون د مورېګاوو په سیمه کې له ځنګله نه د خوړو په لټه بهر وتلي و چې د یوه ریل سره ولګېدل او ځای پر ځای شول.

د اسام په ځنګلونو کې شااوخوا شپږ زره فیلان اوسي چې په وروستیو کلونو کې د خوړو په لټه هستوګنو او ښاري سیمو ته هم راوځي.

د هند د ځنګلاتو د ساتنې د ادارې د راپور له مخې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۰ پورې ۱۱۳ فیلان په طبیعي یا ټرافیکي پېښو کې مړه شوي.

ملګرو ملتونو د نړۍ ډېرو زیانمنونکو لپاره مرستې غوښتې

افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

ملګرو ملتونو د نړۍ له ډېرو زیانمنونکو سره د مرستې لپاره د ۴۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د راتلونکو اړتیاوو په کلني سند کې چې نن یې خپور کړی ویلي، دا ۴۱ میلیارد ډالره د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه په شااوخوا ۶۳ هېوادونو کې ۱۸۳ میلیونو سختو اړمنو او زیانمنونکو کسانو ته د ژوند ژغورونکو لاسنیویو لپاره اړینې دي.

ملګري ملتونه معمولاً د خپلو مرستندویه پروګرامونو لپاره د نړۍ له بډایه هېوادونو او تمویلونکو خیریه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.

د اوچا په خبره افغانستان د اړمنو او زیانمنونکو هېوادونو په سر کې دی ځکه د خلکو اړتیاوې یې په بې سارې کچه مخ په زیاتېدو دي.

د اوچا ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان چې د دغه هېواد ۶۵ فیصده نفوس جوړوي ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې یې نهه میلیونه له قحطۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ادارې او همکارانو یې وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه له خلکو سره د مرستو لپاره څلور نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG