د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

"په نننۍ غونډه کې به د ملي امنیت په برخه کې پرګډ دریځ موافقه وشي"


د پاکستان د سیاسي مشرانو د ټولو ګوندونوغونډه نن په اسلام اباد کې ده او په دې ناستې کې پر پاکستان د امریکا د فشار مساله څیړل کیږي چې له پاکستانه غواړي چې مسلمان افراطي وسله وال وځپي.

د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني دفتر وایي، په دې غونډې کې به د پاکستان د ملي امنیت په برخه کې پر ګډ دریځ موافقه وشي.

د اپوزسیون مشر نوازشریف او د اسلامي ډلو مشران لکه د طالبانو خواخوږی مولانا فضل الرحمان په دې غونډې کې برخه اخلي.

د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي د پوځ د مشر اشفاق پرویز کیاني او د ای ایس ای مشر احمد شجاع پاشا به هم په غونډه کې وي.

دا غونډه وروسته تر دې جوړیږي چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، د امریکا حکومت اوس په وروستۍ مرحلې کې دی او دا څیړي چې رسما د حقاني ډله د تروریستانو په ډله کې حساب کړي که څرنګه:

« د حقاني شبکې په اړه موږ د څیړنې په وروستي پړاو کې یوو چې له مخې به یې حکومت هراړخیزه پریکړه وکړي، چې ښایي د غه شبکه یوه بهرنۍ تروریستي ډله وپیژندل شي.

د یادونی وړ ده، چې موږ د حقاني شبکې ډیر مشران وار له مخه تروریستان بللي دي ».

امریکایي چارواکو د حقاني ډله تورنه کړې ده، چې د سپتمبر په دیارلسمه یې په کابل کې د امریکا پر سفارت برید کړی و او بیا امریکا له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د دې ډلې پرضد لاس په کار شي او د فعالیتونو مخه یې ونیسي.
XS
SM
MD
LG