د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۰

که پاکستان ته امریکايي ځواکونه ننوځي نو عکس العمل به يي څه وي؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که امریکايي ځواکونه د پاکستان خاورې ته ننوځي نو د اسلام اباد عکس العمل به څه وي، خبرداری ورکړ چې که داسې وشي نو د پاکستان لپاره ټولې دروازې پرانیستي او هر انتخاب یې په مخکې پروت دی.

امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره ISI په افغانستان کې پر نړېوالو او افغان ځواکونو د حملو لپاره له حقاني شبکې څخه کار اخلي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن د پنجشنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو په کمیټه کې وویل، د سپټمبر په لسمه په وردګو ولایت کې په یوه لارۍ کې سخته چاودنه چې پنځه افغانان یې ووژل او ۷۷ امریکايي سرتېري یې ټپيان کړل او د وږي په ۲۲مه په کابل کې د امریکا پر سفارت برید حقاني شبکې د ISI په مرسته پلان کړي وو.

په همدې کمېټه کې د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا وویل، چې امریکا به د خپلو سرتېرو د مصوونیت لپاره هرراز لازم اقدامات وکړي خو دا چې دا اقدامات به څه وي، ده د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیرې حنارباني کر له اج نیوز ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، د امریکا او پاکستان په اړیکو کې یو لړمقررات او اصول شته چې باید سرغړونه ترې ونشي خو دې چې له نیویارک څخه خبرې کولې ټینګار وکړ، چې د اسلام اباد پالیسي له واشنګتن سره د پراخو اړیکو ټینګول دي اوزیاته یې کړه، دا غواړي چې دواړه هېوادونه پر یو بل د ملامتۍ اچولو لوبه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا یو جګ پوړي پوځي مقام له پاکستاني پوځي مشرانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی.

په پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي دي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جېمز ماتیس د جمعې په ماښام اسلام آباد ته ورسېد او په پام کې لري چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال اشفاق پروېز کیاني سره وګوري.

د وږي په ۲۲مه، په کابل کې د امریکا پرسفارت له وسله وال برید وروسته چې امریکايي چارواکو پر پاکستان انتقادونو ته زور ورکړی، د واشنګټن او اسلام آباد په اړیکو کې کړکېچ نور هم زیات شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د دې انتقادونو په ځواب کې امریکایانو ته خطاب وکړ ویې ویل، که تاسو په افغانستان کې خپلو ګڼ شمېر اهدافو ته نه یئ رسېدلي نو سزا یې باید پاکستان ته ورنکړئ.

د پاکستان صدراعظم هم د امریکايي چارواکو د انتقادونو په ځواب کې سخت عکس العمل وښود. یوسف رضاګېلاني پرون په اسلام آباد کې په یوه ماښامنۍ مېلمستیا کې وویل چې د تالندو په څېر د پاکستان پرضد د تبلیغاتو لړۍ خواشینوونکې ده.

ګېلاني څرګنده کړه، چې دا ډول تبلیغات د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو پر چاپېریال ناوړه اغېز کوي او زیان یې ترګټې زیات دی.

ده زیاته کړه چې امریکا د پاکستانیانو قربانۍ او هغه هڅې چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې کړي دي له پامه غورځوي.

د پاکستان صدراعظم وویل، دا ادعاوې د امریکایانو له بې پروګرامۍ او د دې هېواد په حکومت کې دننه د افغانستان د جګړې لپاره د پالیسیو له بې نظمۍ څخه پرده پورته کوي.

د ګېلاني په وینا د افغانستان خاورې ته د وسله والو ډلو د ننوتو مخنیوی د افغان او نړیوالو ځواکونو مسوولیت دی نه د پاکستان.

له ګېلاني او رباني کر مخکې نورو پاکستاني چارواکو هم د واشنګټن د انتقادونو په وړاندې سخت عکس العمل ښودلی.

د جمعې په ورځ د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني وویل، له حقاني شبکې څخه د ملاتړ په برخه کې پر پاکستان تورونه بې اساسه دي او له ځانه د ملامتۍ د لیرې کولو د لوبې یوه برخه او په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره مضره ده.

نورو پاکستاني چارواکو هم له واشنګټن څخه غوښتي چې د خپلو دې ادعاوو ثبوت او شواهد وښيي او د بهرنیوچارو وزیرې وویل، دا خطر شته چې امریکا له تروریزم سره د جګړې په چاره کې خپل یو متحد له لاسه ورکړي.
XS
SM
MD
LG