فلسطینیانو د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د جوړېدو طرح تیر ماښام د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې مطرح کړه.
ولسمشر محمود عباس وویل، هغه دا طرح د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته سپارلي ده.
″زه غواړم تاسو ته دا ووایم، چې د دې وینا تر وړاندې کولو دمخه ما، خپله د یوه مستقل هیواد، فلسطین، د ولسمشر او د فلسطین د ازادي غوښتونکي سازمان د اجرییه کمیټې د مشر په توګه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي بانکې مون ته په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیبوب په اړه د نولس سوه اوه شپیتم میلادې د جون د څلورمې د پولو په اساس چې بیت المقدس یې د پایتخت په توګه و، پرهماغه بنیاد د ملګرو ملتونو د یوه کامل غړی په توګه غوښتنلیک وړاندي کړ.″
محمود عباس وويل، فلسطین بېرته له اسراییل سره د سولې خبرو ته تیار دی. هغه د فلسطني ودانیو پر سر د پخوانیو خبرو پر خرابیدو تاسف وکړ.
د اسراییل صدراعظم بنامین نتانیاهو، تر محمود عباس وروسته بیا پر دې خبرې بحث شروع کړ او ویې ویل، یواځې د دواړو خواوو تر منځ مستقیمې خبري به د سولې لور ته سمې شي.
نتانیاهو وویل، هغه د فلسطین خلکو ته د سولې لاس ورکوي، خو د فلسطین مشران یې د سولې له هڅو څخه پر سرغړاوي تورن کړل.
د اسراییل صدراعظم وايي:
″حقیت دا دی چې موږ د ملګرو ملتونو د مسودو په اساس سولې ته نشو رسیدلی. مګر دا چې موږ یو تر بله په مستقیمه توګه خبرې وکړ.
حقیقت دا دی، چې فلسطینیانو له ډیره وخته د سولې خبرو ته غاړه نه ده ایښې. حقیقت دا دی چې اسراییل له فلسطین سره سوله غواړي، خو فلسطنیان داسې یو هیواد غواړي، چې هلته سوله نه وي.″
خو محمود عباس زیاته کړه د فلسطین خلک سوله غواړي او غواړي چې ټول مسایل د سولې له لارې حل شي.
″زه دلته غواړم دا اعلان وکړم، چې د فلسطین ازادي بخښونکی سازمان دې ته تیار دی، چې سمدستي د سولې خبرو ته راوګرځي د نړیوالو ټاکلو شرایطو په اساس او په کامله توګه د میشت ځایونو د جوړولو د ختمولو سره به دوی د مذکراې میز ته کښېني.
د فلسطین مشر محمود عباس زیاته کړه چې خلک به یې خپل سوله ایز مقاومت ته سولې ته تر رسیدو پورې دوام ورکړي:
″زموږ خلک به خپل سوله ایز مقاومت ته د اسراییل د اشغال، ودانیو، استعماري سیاستونو، د نژادې توپير د دیوال د ودانولو په وړاندې دوام ورکړي او دوی به ملاتړ تر هم لاسه کړي، چې هغه د نړیوال بشري قانون او نړیوال کنوانسیون ملاتړ دی او دوی سره په اسراییل کې او په نړۍ کې د سولې د فعالانو ملاتړ هم شته.″
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل، اسراییل دې ته تیار دی، چې په لویدیځه غاړه کې دی فلسطین ولري، خو نه غواړي، چې هلته دې یوه بله غزه وي.
د هغه په وینا ځکه خو موږ یعنې اسراییل په سمه توګه د امنیت برابرولو ته اړتیا لرو، چې هغه سوله ده، خو فلسطین یې په اړه خبرې ردوي.
په داسې حال کې چې په امریکا کې دا خبرې روانې وي په لویدیځه غاړه کې ګڼه ګوڼه جوړه وو او ډیرو خلکو د محمود عباس د دې حرکت په پلوی شعارونه ورکول.
د امریکاولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې ده، چې دا طرح به په امنیت شورا کې ویتو کړي.
اوباما ټینګار کوي، چې فلسطینیان خپلو اهدافو ته یوازې له اسراییلو سره د خبرواترو له لارې رسېدلای شي.