د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د برهان الدین رباني جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه


د برهان الدین رباني د جنازې مراسم د جمهوري ریاست د ارګ په انګړ کې ترسره شول، چې یو شمېر حکومتي چارواکو، د نوموړي خپلوانو او پلویانو او بهرنیو دیپلوماتانو او میلمنو په کې ګډون وکړ.

د برهان الدین رباني مړی په یوه تابوت کې چې د افغانستان په بیرغ پوښل شوی و، د ځانګړې تشریفاتي قطعې په ملتیا د ارګ په انګړ کې کیښودل شو، لومړۍ بهرنیو دیپلوماتانو او میلمنو ورته د درناوي مراتب وړاندې کړل،بیا د ولسي جرګې د غړي عبدالرب رسول سیاف په امامت د جنازې لمونځ ادا شو، خو تر لمانځه مخکې ولسمشر حامد کرزي وینا وکړه.

ښاغلي حامد کرزي د برهان الدین رباني (ګران شهید) یاد کړ او د هغه د شخصیت او ژوند په اړه یې خبرې وکړې.

نوموړي د سولې لپاره په هلو ځلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د هغه مړینه دا الزامي کوي چې افغان دولت د سولې او امنیت پر لار کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

خو ولسمشر وویل، دولت متعهد دی چې له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي چې له سولې سره دښمني کوي:

(موږ په عین وخت کې چې سولې ته د رسېدو لپاره چې زموږ د ګران شهید استاد هیله وه، خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو، خپل مسئولیت بولي چې له هغو کسانو سره په جدیت چلند وکړو چې د سولې سره دښمني کوي، په دې برخه کې به د افغانستان دولت د خپلو خلکو له مشورې سره سم عمل وکړي.)

ولسمشر حامد کرزي په خپلې وینا کې برهان الدین رباني ته د افغانستان د سولې د شهید لقب ورکړ.

ښاغلي کرزي د رباني وژونکي مکار وبلل او ویې ویل، چې د نوموړي له زړه سوي نه یې په استفادې سره هغه ته ځان ور ورساوه.

مراسمو ته د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني هم خبرې وکړې او له دولت نه یې وغوښتل چې د نوموړي د وژنې عاملین تعقیب کړي:

(د شهید استاد د هم سنګرو او بچیانو په توګه د افغانستان له دولت نه زموږ غوښتنه داده چې د هغه د شهادت د عاملینو په تعقیبولو کې له هیڅ ډول هڅو نه دریغ ونه کړي.

د افغانستان ملت او د شهید استاد هم سنګران د سولې د باعزته کامیابۍ په برخه کې به چې د جهاد او مقاومت له ارزښتونو سره سمه وي، چې زموږ د ګران هېواد مهمه اړتیا ده، د افغانستان له دولت او نړېوالې ټولنې سره به همکاري وکړي)

د جنازې له مراسمو وروسته د برهان الدین رباني مړی د کابل وزیر اکبر خان غونډۍ ته ولیږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.

د تدفین په مراسمو کې وروسته له هغې د څو دقیقو لپاره د خلکو ګډوډي رامنځ ته شوه، چې د ملي امنیت پخواني رئیس امر الله صالح په شور او ځوږ سره د رباني په اړه خبرې پيل کړې او د خلکو د احساساتو د پارولو هڅه یې وکړه.

یو شمېر خلکو د امنیتي ځواکونو پر خوا تیږې وار کړې او هڅه کیده چې ګډوډي نوره هم زیاته شي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا هوايي ډزې او د استاد رباني د ځینو خپلوانو له خوا توصیه د دوي د بیرته ارامېدو لامل شوه.

د سولې د عالي شورا رئیس برهان الدین رباني د تیرې سې شنبې په ماښام په خپل کور کې د یوه داسې کس له خوا په ځان وژونکې حملې سره ووژل شو، چې ځان یې د وسلوالو مخالفینو قاصد معرفي کړی و.

خو د نوموړي د وژنې مسئولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی او وسلوالو طالبانو هم په یوه پیغام کې ویلي، چې په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د جنازې د مراسمو ویډیو هم دلته کتلای شﺉ


دلته د جنازې مراسمو ځیني نور عکسونه هم کتلای شﺉ

XS
SM
MD
LG