د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

مولن: حقاني شبکه د ISI يوه رښتينې څانګه ده


د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي چې حقاني شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې یوه حقیقي څانګه ده او پر کابل د تېرې اونۍ په برید کې یې د دې ډلې ملاتړ کړی.

ادمېرال مایک مولن د پاکستان د پوځي استخباراتو پر ادارې ISI دا تور پرون د امریکا د سنا په یوه کمیټه کې ولګاوه او په دې توګه یې د واشنګټن او اسلام آباد د ترینګلو اړیکو حساسیت په ډاګه کړ.

ادمېرال مایک مولن چې دنده یې د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه د روانې میاشتې په وروستیو کې ختمېږي، په واضحو الفاظو پر ISI تور ولګاوه چې د حقاني شبکې ملاتړ کوي.

ده په ډاګه کړه چې د روانې سپټمبر میاشتې په لسمه په وردګو ولایت کې په یوه لارۍ کې سخته چاودنه چې پنځه افغانان یې ووژل او ۷۷ امریکايي سرتېري یې ټپیان کړل او په کابل کې د امریکا پر سفارت د تېرې اونۍ برید حقاني ډلې د ISI په مرسته پلان کړی و:

(اصلي خبره دا ده چې حقاني شبکه، په حقیقت کې د ISI د یوې څانګې په توګه عمل کوي. د حقاني فعالانو د ISI په ملاتړ په وردګو ولایت کې په لارۍ کې بمي چاودنه او په کابل کې زموږ پر سفارت حمله پلان او عملي کړې ده.)

ادمېرال مایک مولن وویل، د پاکستاني پوځ دې پالیسۍ د پاکستان حیثیت او اعتبار ته سخت زیان اړولی:

(د پالیسي د یوې وسیلې په توګه له تاوتریخوالي او افراطیت څخه د استفادې په انتخاب سره د پاکستان حکومت او په خاص ډول پوځ او ISI نه یوازې له امریکا سره ستراتیژیک شراکت بلکې په سیمه کې د یوه مشروع، سیمه ایز نفوذ لرونکي او د یوه محترم هېواد په توګه د پاکستان چانسونه هم له خطر سره مخامخ کوي.)

مولن پاکستان ته خبرداری ورکړ چې یوازې او یوازې له دې پالیسۍ څخه د لاس اخیستو په صورت کې مثبته راتلونکې لرلای شي:

(دوی ښايي فکر کوي چې د دې پردیو جنګیالیو په کارولو سره به خپلې راتلونکي ګټې یقیني کړي او یا هغه څه ته به نوې بڼه ورکړي چې د دوی په نظر په سیمه ایزه سیالۍ کې د انډول نشتوالی دی، خو په حقیقت کې دوی دا لوبه لا له پخوا بایللې. دوی د تاوتریخوالي په صادرولو سره خپل کورنی امنیت او په سیمه کې خپل دریځ له مینځه وړی، خپل نړیوال اعتبار یې زیانمن کړی او خپله اقتصادي هوساینه یې له ګواښ سره مخامخ کړې. خو یوازې له دې پالیسۍ سره مخه ښه یوې مثبتې راتلونکې ته د پاکستان لاره پرانیستی شي.)

په دې وروستیو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن، د استخباراتو د مرکزي ادارې CIAمشر دیویدپېټرایوس او د بهرنیوچارووزیرې هیلیري کلېنټن درې واړو له خپلو پاکستاني سیالانو سره کتنې کړي او له اسلام آباد څخه یې غوښتنه کړې چې د حقاني شبکې پرضد اقدامات وکړي.

ادمېرال مایک مولن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو په کمیټه کې په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان په حکومت کې د فساد یادونه هم وکړه ویې ویل، که د پراخ او سیسټماتیک فساد مخه ونه نیول شي او موږ هم د خپلو سرتېرو شمېر په چټکۍ سره راکم کړو، نو زه باور لرم چې په افغانستان کې به داسې یو حکومت حاکم وي چې افغانان به اعتماد نه پرې لري. ده زیاته کړه، ښه حالت به یې ښايي دا وي چې دننه په افغانستان کې به سیمه ایز کړکېچونه رامینځ ته شي او بد حالت یې دا کېدای شي چې حکومت به سقوط وکړي او کورنۍ جګړه به ونښلي.
XS
SM
MD
LG