د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

سناتوران: عدلي او قضايي ادارې د مځکو غاصبینو ته اسناد ورکوي


دمعلوماتو له مخې تر اوسه شاوخوا ۴ میلیونه جریبه دولتي غضب شوې ده.
دمعلوماتو له مخې تر اوسه شاوخوا ۴ میلیونه جریبه دولتي غضب شوې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي پر عدلي او قضايي ادارو تور لګوي، چې د مځکو د غصب وونکو سره همکاري کوي.

یو شمېر سناتوران له افغان حکومت څخه غواړي، چې د دولتي مځکو د غصب پر ضد جدي مبارزه وکړي.

دا افغان سناتوران په دې باور دي، چې د مځکو غاصبینو ته عدلي او قضايي ادارې اسناد ورکوي او له دوی سره د مځکو په غصبولو کې مرسته کوي.

“د افغانستان په تاریخ کې، حتی هغه وخت چې د قدرت پر سر ۶۰ زره تنه ووژل شول، په دغه اندازه غصب نه دی شوی.

داسې مځکې لرو، چې تر غصب لاندې دي او دولت یې په وړاندي اقدام نه دی کړی، ولې اقدام نه کوي، وس مو نه رسیږي او که یا تاسو غواړﺉ چې د دولت او خلکو تر منځ فاصله ډیره وي.

د مځکو د غاصبیونو او مافیا لپاره عدلي او قضايي ادارې اسناد جوړوي او مځکې غصبوي عام خلک غاصبین نه دي. ایا تاسو له یو چا پوښتنه کړې ده، جزا مو ورکړې، تر هغه وخته چې د اداري فساد او د مځکو د غصب مافیا له منځه نه وي تللې غاصبین له منځه نه شي تللای، غاصبین زموږ او ستاسو په منځ کې دي.”

بې اساسه خبره:

خو د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو چارواکې بیا دا خبره بې اساس بولي او په خبره یې چې داسي هیڅ اسناد چاته نه دي ورکول شوي.

د سترې محکمې د اجرايي قوې مشر عبدالمالیک کاموي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له رسمي نظر ورکولو ډډه وکړه، خو له سناتورانو یې وغوښتل، چې دوی ته په دې اړه اسناد وسپاري، چې څېړنه یې وکړي.

د عامو افغانانو په خبره، ډیري مځکې د دولتي چارواکو او یا هغو زورور له خوا نیول شوي، چې دولت یې ملاتړ کړی.

“۱ - د حکومت تر لاس لاندې خلک دي او حکومت وخت ورکړی، کومو کسانو چې مځکې غصب کړي، د قوم، مشر او ټوپکوال په نوم غصب کړي.

حکومت پام نه ورته کوي، زورواکانو لاندې کړي باید مخه یې ونیول شي.

۲
موږ به یې یوازې په مخنیوي کې بریالي نه شو، هغه ستونزې چې نن یې موږ په کابل کې د مځکو د غصب او سختماني سرغړونو له امله لرو موږ یې مخه نه شو نیولای.

کابل ښاروال

- رحمان مېنه کې ژوند کوو هلته اونیکس یو پروژه نیولې وه، د جومات او ښوونځی ځای یې ګوډانو نیولې. قومندانان، ولسوالان او نور خلک غصب کوي نور بېوزلي خلک کله دا توان لري.”

خو تر دې مخکې هم یو شمېر افغان چارواکو ویلي، چې هر کال له ۴ څخه تر ۵ لګو جریبه مځکه غصبیږي او دغو چارواکو پر محکمو تور لګولی، چې د مځکو له غصبوونکو سره مرسته کوي او اسناد ورکوي.

د افغان چارواکو د دغه ډول خبرو په لړ کې، د کابل ښاروال هم له بیلا بیلو ادارو څخه شکایت کوي، چې د مځکو د غصب په مخنیوي کې ورسره مرسته نه کوي.

د چارواکو په خبره چې د مځکو غصب په ټول افغانستان کې روان دی.

محمد یونس نواندېش وايي، په کابل ښار کې د مځکو د غصب او غیري قانوني ودانیو مخه یوازي ښاروالۍ نه شي نیولای او دوی په وار وار خپل شکایتونه، عدلي، قضايي او امنتي ادارو ته لیږلي، چې غوږ نه دي پر نیول شوی.

د کابل ښاروال بې بسي:

“موږ به یې یوازې په مخنیوي کې بریالي نه شو، هغه ستونزې چې نن یې موږ په کابل کې د مځکو د غصب او سختماني سرغړونو له امله لرو موږ یې مخه نه شو نیولای.

د کابل ښاروالي د ټولو امکاناتو سره چمتو ده، چې له دې سرغړونو او غصب مخه ونیسي.

داسې ودانۍ شته چې د کابل ښاروالۍ له خوا یې په اړه له ۵۰ څخه تر ۶۰ شکایتونه پولیسو، امنیت، عدلیې، قضا او هر ځای ته لیږل شوي، چې له موږ سره مرسته وکړي، چې د دوی مخه ونیسو، خو لازمه مرسته راسره ونه سوه او نه یو بریالي شوي.

په تیر یوه کال کې په ډیره کچه مځکې د زورواکو چې نیول شوې وې بیرته د دوی له منګولو ایستل شوي. دا همکاري دوام لري او موږ دوی ته ډاډ ورکوو، چې ورسره کلکه همکاري کوو او د زورواکو له مقابل کې به پولیس ودریږي.

صدیقي

یو له دغو ودانیو څخه چې د ګلبهار ټاور په نوم جوړیږي بې له اجازې او غیري قانوني پیل شوی، موږ اجرایوي ځواک نه لرو څنګه یې مخه ونیسو.”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس هر وخت له ښاروالیو سره همکاري کړې ده او بیا به هم له دوی سره مرستو ته چمتو وي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان پولیسو په تیر یوه کال کې ډیري مځکې د زورورو له منګولو ایستلي.

“په تیر یوه کال کې په ډیره کچه مځکې د زورواکو چې نیول شوې وې بیرته د دوی له منګولو ایستل شوي. دا همکاري دوام لري او موږ دوی ته ډاډ ورکوو، چې ورسره کلکه همکاري کوو او د زورواکو له مقابل کې به پولیس ودریږي.”

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې ۴ میلیونه جریبه دولتي مځکه د بیلا بیلو زورورو کسانو له خوا غصب شوې ده.

۴۴ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې:

د افغانستان د کرني وزیر محمد اصف رحیمي وايي، د دې وزارت په چوکاټ کې د مځکې د ادارې په نامه نوې جوړه شوې څانګه په دې اړه جدي کار کوي او تر اوسه ۴۴ زره جریبه مځکه بیرته دولت اخیستې ده.

“موږ په تیرو ۸ میاشتو کې شا او خوا ۷۰۰ قضیې د شخړو د حل کمېسیون ته لیږلي دي او د ۴۴ زرو جریبو په اندازه مځکه بیرته د دولتي ملګیتونو په ولکه کې راغلي.

تاسو وایاست چې زه باید د ټولو کسانو نومونه واخلم، که هغه لیست زما سره وي د ډیرو کسانو نومونو په کې شته، هغه څلور میلیونه دولتي مځکه چې په ۳۴ ولایتونو کې غصب شوې، له یوه تریبیون څخه د ټولو کسانو نومونه یادول فکر نه کوم چې د حل لاره دي وي.”

خو د غصب شوي څلور میلیونه جریبه مځکې د ترلاسه کولو لپاره افغان دولت څه کولای شي، حل لارې څه دي، ایا افغان حکومت د غصب شوي مځکې د بیرته ترلاسه کولو توان لري؟

د مځکو غصبوونکې بیلا بیلو رسمي ادارو ته ورځي او د دولتي مځکو نقشې غلا کوي او وروسته یې په خپل نامه اړوي.

چارواکي

کارپوهان دا د افغان حکومت تر وسه لوړه خبره بولي، چې غصب شوي مځکې بیرته له خلکو واخلي.

د چارو څېړونکی او د کابل پخوانی مرستیال ښاروال غرزی خواخوږی په دې باور دی، چې حکومت له خلکو بېرته غصب شوي مځکې ځکه نه شي اخیستلای، چې زورورو پر بېوزلو خرڅي کړي.

“له بده مرغه ـ له بده مرغه، دا امکانات اوس ډیر لږ دی، ځکه چې اوس ډیر لوړ پوړیز کورونه جوړ شوي، یوه اندازه مځکې بېوزلو ته ورکول شوې، چې مستحقین دي خو د غاصبینو له خوا ورباندې خرڅه شوې دي اوس هغوی کورونه جوړ کړي ډیره ستونزه ده.”

د ښاغلي خواخوږي د معلوماتو له مخي اوس مهال یوازي په کابل کې شا او خوا یو لیک جریبه مځکه غصب سوې.

د افغان چارواکو تر اوسنیو خبرو پخوا د عدلیې وزارت ویلي وه، چې د مځکو غصبوونکې بیلا بیلو رسمي ادارو ته ورځي او د دولتي مځکو نقشې غلا کوي او وروسته یې په خپل نامه اړوي.

په افغانستان کې د اداري فساد او نشه يي توکو د کاروبار تر مافیا وروسته بله لویه مافیا د مځکو د غصب یادیږي، چې په هیواد کې یې د ابادۍ، جوړوني او او پراخیتا مخه نیولې ده.

له دې ټولو خبرو سره تر اوسه په افغانستان کې یوې دولتي ادارې په رسمي ډول د کوم چارواکې او ډلي نوم نه دی اخیستی، چې د مځکو په غصب کې لاس لري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG