د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

ولسمشر کرزي هم استاد رباني ته رالېږل شوی غږیز پیغام اورېدلی و


ولسمشر کرزي وویل، چې په هېواد کې د سولې ټینګښت د استاد رباني هیله وه.
ولسمشر کرزي وویل، چې په هېواد کې د سولې ټینګښت د استاد رباني هیله وه.

ولسمشرکرزي د سولې دعالي شورا د رییس استاد رباني وژل کیدل د افغانستان لپاره یوه غټه ضایع وبلله او ویې ویل چې هغه ډیره هڅه کوله چې په دې هیواد کې سوله ټینګه شي.

ولسمشرکرزي د سولې د عالي شورا د مشر پروژل کیدو ژورخفګان څرګند کړ او د هغه وژنه یې د افغانستان او سولې د لړۍ لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

جمهور رییس کرزي څرګنده کړه، چې استاد رباني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډیرې هلې ځلې کړي او دا یې هیله وه، چې د سولې پروسه بریالۍ شي.

ولسمشرکرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ده هغه صوتي پیغام اوریدلی وو، چې په ظاهره کې د طالبانو له خوا د سولې د عالي شورا په ادرس د سولې د خبرو اترو په اړه استول شوی وو:

"هغه پیغام ما هم واوریده، عجبه خبره ده، په دې پیغام کې چې د استاد ربانی په ادرس لیږل شوی و، هغه ته د استاد او داسې نورو محترمو نومونو خطاب شوی او د سولې په اړه پوښتنې او وړاندیزونه مطرح شوي او د سولې د شورا په اړه په درناوي خبري شوي.

خو ومو لیدل چې هغه درناوي او پیغامونه د سولې نه بلکې چال او فریب وو."

د ولسمشر کرزي خواشیني:

جمهور رییس کرزی ډیر خواشینی ښکارېده او د خبریالانو پوښتنو ته یې هم ځواب ونه وایه خوهغه په خپلو خبروکې څرګنده کړه، چې تروریستان او د افغانستان دښمنان حتی له لنګۍ څخه چې په اسلام او افغاني دود کې ورته ډیر درناوی کیږي، هم د تروریستي حملو لپاره ګټه اخلي.

په عین حال کې د سولې دعالي شورا د دارالانشا مرستیال رحمت الله واحدیارپه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له تیرې څه مودې راهیسې د حمید الله په نوم یوکس له دوی سره خبرې آترې درلودې او ویل یې، چې سولې ته د طالبانود هڅولو په برخه کې کار کوي.

د ښاغلي واحدیار په خبره حمید الله له کوټې څخه د عصمت الله په نوم یوکس دوی ته د وسله والو طالبانو د استازي په توګه معرفی کړی و، چې صوتي یا غږیز پیغام هم نوموړي کس له ځانه سره راوړی وو.

عصمت الله مخکې له هغې چې له استاد رباني سره وګوري او پرهغه ځان وژونکې حمله ترسره کړي، د هغه د ساتونکو له خوا ښه تلاشي شوی و، خو چاودیدونکي مواد یې په خپله لنګۍ کې ځای پرځای کړي وو.

واحدیار

واحدیار وویل، عصمت الله ټینګار کاوه، چې استاد رباني ته یو ځانګړی صوتي پیغام لري او دا پیغام یوازې هغه ته سپاري:

"هغه پیغام چې ده راوړی و، صوتي یا غږیز پیغام او په میموري کې ثبت و.

په دې پیغام کې چې موږ واورید، ویل شوي، چې موږ دوه پیغامه لرو یو د سولې د شورا لپاره او بل د استاد رباني لپاره، چې باید هغه ته ورسیږي.

دعصمت الله په نوم کس هم د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس انجنیرستانکزي ته وویل، چې د پیغام یوه برخه یوازې استاد رباني ته ورکوي او هغه هم ورسره ومنله چې سمه ده، د استاد رباني امانت به هغه ته وسپاري."

عصمت الله تلاشي شوی و:

د سولې دعالي شورا د دارالانشا مرستیال رحمت الله واحدیار وویل، عصمت الله مخکې له هغې چې له استاد رباني سره وګوري او پرهغه ځان وژونکې حمله ترسره کړي، د هغه د ساتونکو له خوا ښه تلاشي شوی و، خو چاودیدونکي مواد یې په خپله لنګۍ کې ځای پرځای کړي وو.

د افغانستان پخوانی جمهور رییس او د سولې د عالي شورا رییس استاد رباني د تیرې سې شنبې په ماښام په کابل ښارکې په ځپل کور کې ووژل شو خو لاتراوسه یې د وژلو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، د هغه د وژنې له امله ولسمشر کرزي امریکا ته خپل سفرنیمګړی پریښود او ټاکل شوی، چې د جمعې په ورځ د هغه مړی په کابل ښارکې خاورو ته وسپارل شي.

لاتراوسه نه ده معلومه چې د استاد رباني پرځای به د سولې د عالي شورا د مشر په توګه څوک وټاکل شي، خو ولسمشرکرزي ویلي، چې د هغه ځای ناستی ټاکل به ورته ګران کاروي.
XS
SM
MD
LG