په داسې حال کې چې د غالیو صنعت کاران په بهر کې د خپلو غالیو د بازار له نه شتون څخه شکایت کوي، ځینې امریکایي سوداګر غواړي افغاني غالیو ته په امریکا کې بازارپیدا کړي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت اود افغانستان دصادراتو د پراختیا ادارې په همدې هدف افغاني غالۍ اوبدوونکو ته یو ورځنی روزنیز پروګرام هم جوړ کړی وو.
دامریکا د غالیو سوداګر او ددغه روزنیز پروګرام روزونکي (راب لیهي) ازادي راډیو ته وویل، دوی له دې لارې غواړي افغان غالۍ اوبدونکو او سوداګرو ته ځینې سلا مشورې ورکړي او غالیو ته یې په امریکا کې بازار پیدا کړي.
″دغه پروګرام ددې لپاره جوړ شوی وو، چې افغان سوداګر او د غالیو صنعت کاران خپلې غالۍ امریکا ته ولیږدي.
موږ دوی ته دا ښیو چې د امریکا مارکیټ کومو غالیو ته اړتیا لري.
په نړۍ کې څوڅو ډوله غالۍ جوړیږي، خو امریکا دا مهال د افغاني غالیو کیفیت، ډیزاین او رنګ ډیر خوښوي.″
دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شوی وو او شااوخوا سلو غالۍ پلورونکو او صنعت کارانو دهیواد له ګوډ ګوډ څخه په کې ګډون کړی وو.
امریکایي سوداګر غالۍ پلورونکو ته ډاډ ورکړ، چې خپلو تولیداتو ته ادامه ورکړي، ځکه چې په بهر کې یې ډیر مینه وال پیدا کړي.
د افغانستان دصادراتو اداره وایي د لومړۍ ځل دې چې امریکایي سوداګر داسې پروګرام جوړوي، او له دې وروسته غواړي چې دغو پروګرامو ته دوام ورکړي.
د صادراتو د ادارې یوه مسئول محمد نصیر ازادي راډیو ته وویل دوی په پام کې لري چې دې ته ورته پروګرامونه په نږدې راتلونکې کې په هرات او مزار کې هم پلي کړي.
″دغه پروګرام درې بخشه لري، چې یوه برخه یې عملي شوه. دویمه او دریمه برخه به یې په راتلونکې کې په هرات او مزارشریف کې هم عملي شي.
د افغاني غالیو تولید هم د پخوا په پرتله لوړ شوی او کیفیت یې هم ښه شوی، او په ورته وخت کې یې په بهر کې هم ډیر مینه وال پیدا کړی.″
د پروګرام ګډونوال هم ډیر خوشاله بریښیدل، دوی وویل چې ددغو پروګرامونو له لارې به یې غالۍ امریکا ته لاره پیدا کړي او په ښه بیه به و پلورل شي.
غالۍ د افغانستان له عمده صادراتو څخه دي چې په دې وروستیو کې یې تولید نور هم زیات شوی دی.
ددغه صنعت کاراوباریان شکایت کوي چې پاکستان ترډیره حده غواړي له افغاني غالیو څخه دځان په ګته کار واخلي.
دوی وایي پاکستان د افغانستان غالۍ اخلي او وروسته خپل مارک پرې وهي او په نړیوالو بازارونو یې پلوري.
راپور: اسدالله لودین