د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

موسی زی: د م.م په غونډه کې زلمی رسول د ولسمشر کرزي پر ځای خبرې کوي


په کابل کې د سولې د عالي شورا د مشر استاد برهان الدین رباني د وژنې د خبر له اوریدو سره سم افغان ولسمشر، چې په نیورک کې و او د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د خبرو او ګډون لپاره تللی و، بیرته خپل هیواد ته د تګ تکل وکړ.

پرون ماښام استاد رباني، چې له خپلو څو تنو همکارانو سره په خپل کور کې و، د ځان وژنکي حملې په ترڅ کې ووژل شو. راپورونه وايي، په دې چاودنه کې د برهان الدین رباني څلور ساتونکي هم وژل شوې او د دې شورا د دارلانشاء رییس معصوم ستانکزى سخت ټپي شوی دی.

ولسمشر کرزي د برهان الدین رباني د وژني د خبرو له اوریدو سره ویلي غواړي په داسې شرایطو کې په خپل هیواد کې واوسي .

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي هم د هغه هیات په ډله کې دی چې له ولسمشر کرزي دا اونۍ امریکا ته تللی دی. فریدې هوډ سیفي له ښاغلی موسی زی څخه پوښتنه کړې، چې د ولسمشر کرزي په نشتوالي کې به څوک د افغانستان په استازي توب د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې خبرې کوي؟

د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG