د ملګرو ملتونو د عمومې اسامبلۍ تر څنګ د افغانستان د سولې د عالی شورا د مشر استاد برهان الدین رباني د وژني په اړه د افغانستان ا و د امریکا ولسمشرانو خبرې وکړي او خپله خواشیني یې څرګنده کړه.
ولسمشر کرزي وویل، دا به ورته ډیره ګرانه وي، چې د استاد رباني پرځای بل څوک د سولی د عالی شورا د مشر په توګه انتخاب کړي.
″هغه ماموریت چې ده په غاړه اخیستی و، د افغانانو لپاره، زموږ په هیواد کې د سولي او امنیت لپاره یو حیاتي ماموریت و. موږ به د هغه کمي احساس کړو او ښاغلی جمهور ریس زه فکر نه کوم چې په اساني وکړای شم چې د هغه ځای ډک کړم.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم خپله ژوره خواشینې څرګنده کړه او ویې ویل، چې استاد رباني د ولسمشر کرزي ډیر نیژدی مشاور وو.
″هغه داسې سړی و، چې د افغانستان په اړه یې ډیر عمیق فکر کاوه او د جمهور ریس کرزي ډیر ارزښناک مشاور و.
د استاد رباني ارزښت:
هغه د خپل هیواد په بیا رغونې کې زیات کار وکړ، نو ځکه خو د هغه مړینه یوه نارامونکې ضایعه ده. موږ غواړو، چې تاسو، د هغه کورنۍ او د افغانستان ټولو خلکو ته خپله ژوره خواشینې څرګنده کړو.″
په کابل کې د سولی د عالی شورا د مشر استاد برهان الدین رباني د وژنې د خبر له اوریدو سره سم افغان ولسمشر، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومې اسامبلۍ کې د خبرو او ګډون لپاره تللی و، بېرته خپل هیواد ته د تګ تکل وکړ.
پرون ماښام استاد رباني چې له خپلو څو تنو همکارانو سره په خپل کور کې و، د ځان وژنکي حملې په ترڅ کې ووژل شو.