د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

ولسي جرګې په کابل کې پرونی وسله وال برید وغانده


د ولسي جرګې غړي وايي، چې امنیتي چارواکي باید زموږ پوښتنې ځواب کړي.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې امنیتي چارواکي باید زموږ پوښتنې ځواب کړي.
د ولسی جرګې پردغو پیښو اندیښنه وښودله او پیښه د امنیتي ځواکونو کمزوری وبلله.

د پیښې په هکله د بحثونو وروسته پریکړه وشوه، چې د جرګې راتلونکې غونډې ته دې امنیتي مسوول وغواړي، ترڅو د دوی پوښتنو ځواب ووایي.
د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي وویل:

″د ولسي جرګې د رییس په توګه پرونۍ پېښه غندم. یوشمېر هېوادوال چې په دې پېښه کې وژل شوي، له لوی خدایه ورته مغفرت غواړم، ستاسې د وړاندې په اساس دې، امنیتي ځواکونه غونډې ته راشي او د جرګې پوښتنې دې ځواب کړی.″

د کابل پولیسو د مشر د معلوماتو له مخې، د سې شنبی په ورځ کابو اوه ځان وژونکي له بوقرو څخه په استفادې له یو تونس موټره کښته او یوې لوړې ودانۍ ته پورته او پرتاسیساتو ډزې کوي.

بل ځان وژونکی، چې غوښتل یې د هوایي ډګر پرسړک د پولیسو د یوقطعې مخې ته ځان والوزوي، پولیسو پیژندلی او په ‌ډزو یې ويشتلی دی.

بل د دهمزنګ په څلور لارې کې غوښتل، چې د پولیسو پر یو بلې قطعې برید وکړي، چې داهم پولیسو وویشت او له ځانه چاپیر مواد یی وچاودیدل اوبل ځان وژونکي د پولیسو د شمشاد د قطعې په دروازه کې برید ترسره کړ، په مجموع کې پنځه ځان وژونکي له مینځه تللي دي.

کوم بریدګر چې د عبدالحق په څلورلاري کې لوړې ودانۍ ته پورته شوي وو، پر یوشمېر کورنیو او بهرنیو تاسیساتو یې ډزې کړي، چې له کابو شلو ساعتونو وروسته دوی هم امنیتي ځواکونو ووژل.

د ولسي جرګی غړو وویل، پوښتنه دا ده، چې امنیتي ځواکونو څنګه ونه کړای شول، چې وسله وال مخالفین له ډول ډول وسلو سره هم ونه ویني.

د جرګې غړي افغان وویل:

″لس یا پنځه کسه دهشت ګر راشي او د کابل په پایتخت کې جنګ شروع کړي، چې دا نه امنیت ويني، نه یې وزارت داخله ویني، د طالبانو اته ګزه لنډکروزر نه وینی، طالب له خپل راکټ او پیکا سره راځي د عبدالحق شهید د چوک تر څنګ بلند منزل ته خیژي، دا امنیت نه ویني او دا وزیر داخله نه ویني.

موږ باید په سالمه توګه دا انتقاد وکړو او باید د داخله وزیر راشي او د ملت استازو ته دې ځواب ووايي.″

کابل ښاریان وایي، دا لومړی ځل نه دی، چې وسله وال مخالفین د ښار په مهمو ځایونو بریدونه کوي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

سره له دې، چې امنیتي ځواکونه د ورته پیښو مخنیوی ته د تدابیرو خبرې کوي، خو خلک د امنیتي او کشفي ارګانونو تدابیر او هلې ځلې کافي نه ګڼي

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG