د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

کابل: د وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده


د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د عبدالحق په څلور لاره کې وسله والو مخالفینو حمله کړي، چې اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت وایی ، ښايي څلور یا پنځه وسلوال مخالفینو په دغو حملو لاس پورې کړی وي.

ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه پورې دوه برید کوونکي او یو پولیس وژل شوي دي:

((زموږ پولیس د پیښی په ځای کی دی،ټوله سیمه د پولیسو لخوا کلابنده ده،پدی هیله چي زموږ پولیس ژر دوی له پښو وغورځوي،او دوی ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي))

راپورونه وایی، چی ددی جګړی له پیل سره سم د همدی سیمی په خوا شا کی لس چادونی شوی

یوبل تازه خبر وایی، چی څو شیبی وړاندی کابل په بله سیمه کی دهمزنګ سره نږدی چاودنه شوي، چی د چاودنی د ډول او تلفاتو په اړه جزیات نشته. .

په عین حال کې دکابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایی، یو ځانمرګي چی غوښتل یی، دکابل په بی بی مهرو سیمه کی د امنیتی ځواکونو په قطعو برید وکړي، نیولی یی دی.

د وسله والو طالبانو ویاندویانو رسنیو ته ددی پيښی مسولیت منلی دي او وایی، چی ددوی ملګری په یوې لوړې ودانۍ کې ځای نیولی او له هغه ځایه د ناټو ځواکونو په قومندانۍ او امریکا سفارت ډزې کوي.
د دغو پېښو د تلفاتو وروستي ارقام لا معلوم نه دي.

د کورنيو چارو د وزارت له وياند سره مرکه له دې ځايه واورئ

دلته يي ویډیو کتلای شﺉ

XS
SM
MD
LG