د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

کامرون د روسيي له جګپوړو چارواکو سره وکتل


کامرون پرون(دوشنبې) د روسيې د ولسمشر ديميتري مېدوېديف او صدراعظم ولاديمير پوتين په ګډون د دغه هېواد له جګ پوړو چارواکو سره په مسکو کې وليدل.

دا له ۲۰۰۵ ميلادي کال وروسته مسکو ته د بريتانيا د يوه صدراعظم لومړني سفر دی.

مسکو ته د ښاغلي کامرون د دې يو ورځني سفرهدف د مسکو او لندن د اړيکو ترميم بلل شوي، چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې په لندن کې د کريميلين يوه منتقد الکساندر ليتويننکو له وژل کېدو وروسته خړ پړې شوې وې.

د روسيې ولسمشر ديميتري مېدوېديف، چې پرون د بريتانيا له صدراعظم سره په يوه ګډه خبري غونډه کې حاضر شو، يو ځل بيا د روسيې پر دريځ ټينګار وکاوه، ويې ويل،هېواد به يې اندرې لوګووې، چې بريتانيا وايي د الکساندر ليتويننکو قاتل دي، دغه هېواد ته ونه سپاري:

(بايد اعتراف وکړو، چې د ليتويننکو د موضوع په ګډون ځيني مسايل په خپل قضايي سيستم کې د موجودو تفاوتونو په دليل يو بل سترګو ته نه ګورو، خو دا مسله بايد زموږ پر نورو تماسونو اغېز ونه کړي، که اړتيا وي حاضره يو چې د هرې موضوع په اړه، البته د له خپلو ملي قوانينو سره سم، خبرې وکړو.»

کامرون وويل، هېواد به يې عدالت ته د ليتويننکو د قاتل د راوستلو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي او دا قضيه لا ختمه شوې نه ده.

د بريتانيا صدراعظم په مشکو پوهنتون کې د وينا په مهال ومنله چې د لندن او مسکو ترمنځ اړيکې په وروستيو کې خړ پړې شوې وې او دي د زياتو همکاريو غوښتونکي دي.

کامرون او مېدوېديف په کريملين کې د سوداګرۍ همکاريو څو سندونه لاسليک کړل.

په دغو سندونو کې د روسيې له روس اتوم شرکت سره د بريتانيا رولس رويس کمپنۍ همکارۍ هم شاملې دي.

د بريتانيا صدراعظم همدا راز د روسيې له صدراعظم ولاديمير پوتين سره وکتل.

دا په تېرو څلورو کلونو کې له پوتين سره د بريتانيا د يوه جګ پوړي چارواکي لومړنۍ کتنه وه.

ډيويډ کامرون له مېدوېديف او پوتين سره د کتنې په څنګ کې د روسيې له سياسي فعالانو سره هم خبرې وکړې، چې د کريميلن پر سياستونو انتقادونه لري.
XS
SM
MD
LG