د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

ناټو: د افغان اردو شمېر ١٩٥٠٠٠ ته پورته کوو


ناټو تر ٢٠١٤م کاله پورې چې بهرني ځواکونه د افغانستان امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپاري، هڅه کوي د افغانستان لپاره يوه غښتلي اردو جوړه کړي، چې شمېر يې يولک او پنځه نوي زره وي.

دا خبره د ناټو يوه چارواکي د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې وکړه، چې د اردو په ليکو کې د دندو پرېښودل زيات دي. د رويټرز اژانس په حواله په ملي اردو کې تر درېيمې برخې زياتو برحاله عسکرو له لوري د دندې پرېښودلو دا انتقادونه پارولي چې دغه اردو په بيړه روزل شوي او د کيفيت پر ځاى پر کميت زيات ټينګار شوى، چې له افغانستان څخه د بهرنيو محاربي ځواکونو د وتلو لپاره ټاکل شوى ضرب الاجل پوره کړي.

د افغان ځواکونو د روزنې د ماموريت مرستال تورنجنرال مايکل ډې وويل، که څه هم د عسکرو د دندې پرېښودل يوه مسئله ده خو د عصري، مجهزې او قوي اردو د جوړولو لپاره به پر ټاکل شوي پلان اغېز ونه کړي، چې دغه اردو وکړاى شي د سخت دريځو طالبانو په وړاندې وجنګېږي.

د کاناډايي ځواکونو قوماندان ښاغلي ډې خبريالانو ته:

”دا مسئله زموږ هغه توان نه اغېزمنوي چې د ملي اردو شمېر هومره کړو، چې موږ يې غواړو. موږ ويلي چې د ٢٠١٤م کال تر پايه به د افغانستان لپاره داسې يوه اردو جوړه کړو، چې شمېر به يې ١٩٥٠٠٠ ته رسېږي“

د ناټو دغه مقام وويل هره ورځ په ټول هېواد کې په زرګونو افغان ځوانان د ملي اردو د استخدام د مرکزونو په وړاندې د نوم ليکنې لپاره کتار ولاړ وي.

تورنجنرال مايکل ډې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يوه وروستي راپور له مخې د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هرو اوو عسکرو څخه لږ تر لږه یو یې له ملي اردو څخه تښتیدلی چې دا له اردو څخه د عسکرو مخ په زیاتیدونکې تېښته په ډاګه کوي.

د ناتو د ارقامو له مخې د روان کال له جنوری نه د جون د میاشتې ترپایه پورې له ۲۴ زرو څخه زیات عسکرد اردو له لیکو تښتیدلي چې دا د تیرکال د همدې مودې په نسبت دوه برابره زیاتوالی ښیي.

خو په کابل کې د ايساف وياند جنرال جيکوپسن په يوه کنفرانس کې وويل چې د ملي اردو د جلب او جذب بهير په عادي توګه روان دى او د مياشتې شا و خوا اووه زره کسان د اردو له ليکو سره ملګري کېږي.

په ځينو نړيوالو اژانسونو کې د ملي اردو په ليکو کې بلې ستونزې ته هم اشاره شوې وه، چې د افغانستان په جنوب کې زيات خلک علاقه نه لري چې د ملي اردو له ليکو سره ملګري شي. په راپورونو کې ويل شوي چې سږکال د تېر کال د همدې مودې په نسبت د استخدام دغه کچه ٣٠ فيصده کمه شوې ده.

د رويټرز اژانس د راپور له مخې، له جنورۍ مياشتې د ملي اردو د عسکرو شمېر يولک او دوپنځوسو زرو ته رسېدلى.

د ناټو چارواکي وايي بېسوادي هغه ستونزه ده، چې د افغان ملي اردو د روزنې بهير يې اغېزمن کړى دى.

د افغان ځواکونو د روزنې د ماموريت مرستال تورنجنرال مايکل ډې وويل:

”د داسې پوځ روزل چې دوى لوستل او حساب نه شي کولاى يو لوى چلينج دى“

ده دا هم وويل چې شا و خوا ٣٠٠٠ افغان روزونکي د اردو د باسواده کولو لپاره ګمارل شوي، چې دوى ته لوستل او حساب ورزده کړي.
XS
SM
MD
LG