د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

امنيتي چارواکو د احتمالي بريدونو په باب ولسمشر اوباما ته توضېحات ورکړل


د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباما
سپینه ماڼۍ وایي چې د جګپوړیو امنیتي چارواکو ولسمشر اوباما ته پرون د سپتمبر د یولسمې پیښې د لسم تلین په درشل کې د احتمالي تروريستي بریدونو په اړه توضیحات ورکړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، د ترورزم ضد چارو سلاکار جان بریننان او د ملي امنیت سلاکار ټام ډونیلون ولسمشر ته د دې ګواښ په اړه معلومات وړاندې کړل.

په واشنګتن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، چارواکي دغه اطلاعات څاري چې القاعده یې تر شا ده او تر اوسه یې تایید نه دی شوی:

« موږ دې ګواښ ته په جدي سترګه ګورو. مرکزي، ایالتي او سیمه ییز چارواکي په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي. البته خبره علني کوو، لکه پرون چې مو د نیویارک په میلیونونو استوګنو ته او د امریکا په میلیونونو خلکو ته خبر ورکړ چې سترګې مو ځیرې وي او غوږونه مې څک وي».

امریکایي چارواکو تر اوسه د دې ګواښ جزییات نه دې تشریح کړي. خو سي این این تلویزیون د یوه جپګوړي امریکایي چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي دي چې د امریکا استخباراتو د القاعده شبکې چې په پاکستان کې فعاله ده داسې مکالمه کشف کړې ده چې دلالت پر دې کوي چې پر نیویارک یا واشنګتن ترورستي برید وشي.
XS
SM
MD
LG