د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۷

مون: م. م د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي


د بانکي مون په وینا په افغانستان کې سخته نا امني ده
د بانکي مون په وینا په افغانستان کې سخته نا امني ده
ملګري ملتونه کولی شي، چې د افغانستان د سولې په پروسې کې مرسته وکړي. دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بانکي مون، د جمعې په ورځ په استرالیا کې وکړه.

هغه پر نړیوالې ټولنې ټینګار وکړ، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته دا هیواد یواځي پرينږدي.

بانکې مون چې د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي برید د لسمې کالیزې په درشل کې خبرې کولې په دې خبره ټینګار وکړ، چې کله په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې بهرني عسکر له افغانستانه وځي دا باید په دې معنی نه وي، چې ټوله نړیواله ټولنه له دې هیواده پښې سپکوي.

حتی که د ایساف ځواکونه له افغانستانه ووځې نو بیا هم دا لازمي ده، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې ژمنې پرځاي کړي. بانکې مون دا خبرې د استرالیا په کانبرا کې د خبرو په مهال وکړي.

د بانکي مون په وینا په افغانستان کې سخته نا امني ده، زیاته یې کړه بهرني ځواکونه کولی شي، چې د افغانستان ملي اردو او پولیسو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

بانکي مون وویل، ملګري ملتونه کولی شي چې تخنیکي مرستې برابرې کړي او همدا شان له طالبانو سره د خبرو په برخه کې چې د لویدیځو چارواکو په وینا په امتحاني توګه روانې دي، د ولسمشر کرزي ادارې ته په دې برخه کې سیاسي مشورې ورکړي.

بانکي مون زیاته کړه باید هر کله یو سیاسي ډیالوګ یا دوه اړخیزې خبرې موجودې وې. دلته په نړیوالې ټولنې کې یوه اجماع موجوده ده، چې په دې برخه کې دوه اړخیزو خبرو اترو ته اړتیا ده.

اوس په افغانستان کې یولک امریکايي سرتیري دېره دي، چې له هغو څخه به درې دېرش زره د راتلونکي کال تر نیمایي پورې ووځي. د مهال ویش له مخې ټول امریکايي عسکر به تر دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه پورې له دې هیواده ووځې.

بانکې مون دا څرکندوني د پینجشنبي په ورځ په داسې حال کې وکړي، چې امریکايي چارواکو په خپل هیواد کې د نوي تروریستي حملې خبرداری ورکړي.

مقاماتو د امریکايي ځواکونو په لاس د القاعده شبکې د بنست ایښودونکي، اسامه بن لادن، تر وژني وروسته د ممکن سخت عکس العمل خبرداری ورکړی و.

بانکي مون د دوه زره لومړي میلادی کال د سپتمبر د یوولسمې د پیښې په مهال په نیویارک کې وو، چرته چې دوه جت الوتکو د نړیوال تجارتي مرکز اسمان څکې ودانې ونړولې. بانکې مون وايي هغه ویره او ترهه او هغه ګډوډ حالت چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ زما په یاد دی.

بانکې مون وايي زه خپله د پیښې په ځای کې وم. هغه وايي په دې پیښه کې ملګري ملتونه له یوې ډیرې لویې ضایعې سره مخامخ شول. درویشت کارکونکي یې مړه شول او تر اتیاوو ډیر یې ټپیان شول.

بانکي مون چې د جمعې په ورځ به د سپتمیر د دیوولسمي په یاد په یوه کنسرت کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسیږي له دوه زره دوهم میلادي کال راهیسی چې د کوفی عنان پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشی په توګه ټاکل شوي دا یې استرالیا ته لومړني سفر دی.
XS
SM
MD
LG