په کابل کې د امريکا سفير وايي، چې پاکستان د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان ته لاړ شي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي او دې مسالې اندېښنې پارولي، چې اسلام اباد د افغانستان د شخړې له اواري سره مرسته نه کوي.
يو ايس ټوډې ورځپاڼې ته د امريکا سفير راين کراکر په ټېلفوني مرکه کې وويل :
″هغو کسانو ته، چې غواړي خبرې وکړي، بايد موقع ورکړاي شي او هغوی چې د جګړې اراده کړې، بايد پرخلاف يې اقدام وشي، څو له جګړې راوګرځول شي.″
تر دې مخکې د ولسمشر کرزي په شمول ګڼو افغان چارواکو او لوېديځوالو څو څو ځلي ويلي، چې پاکستان د طالبانو د مشر مرستيال او د دوی د جګړې د چارو مسوول ملا عبدالغني برادر يوازې په دې خاطر ونيوه، چې د افغانستان له حکومت سره يې پټ تماسونه نيولي وو.
ملا برادرغالباً تراوسه پورې په پاکستان کې بندي دي او دا هېواد حتي دې ته هم حاضر شوي نه دي؛ چې نوموړي د افغانستان حکومت ته وسپاري.
يو ايس ټوډې ورځپاڼه د خپل راپور په دوام کې کاږي، د شناندو په وينا پاکستان هڅه کوي، چې د افغانستان په کشاله کې دوه اړخيزه لوبه وکړي، طالبان د دې لپاره پالي چې که امريکايان له افغانستانه ووتل نو افغانستان پرې ونيسي.
د امريکا په هيرټيج فونډېشن (تحقيقاتي موسسه) کې د سياسي چارو شنانده ليزا کرټيس وايي:
″پاکستان لا هم طالبانو ته په افغانستان کې د ځان لپاره د خورا ښې حربې په سترګه ګوري. دوی (طالبان) يې اوس په قفس کې دي.″
په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر تاييدوي، چې پاکستان به ښايي اندېښنه ولري، چې امريکا ممکن له سيمې ووځي.