د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۱

د روسيې د هاکي ټيم ته ”توره ورځ”


د قربانيانو په ياد خلکو د وير او ماتم په غونډو کې ګډون وکړ
د قربانيانو په ياد خلکو د وير او ماتم په غونډو کې ګډون وکړ
د هاکي د نړيوال فډراسيون مشر د پېښې ورځ يعنې چهارشنبه، د سپورټ په نړۍ کې توره ورځ وبلله.

د هاکي نړيوال فډراسيون مشرتابه وايي دغې لوبې ته توره ورځ په برخه شوه. ريني فاسل دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د روسيې يوه جټ الوتکه چې د روسيې د هاکي يو مخکښ سيمه ييز ټيم يې لېږداوه، د چهارشنبې په ورځ په ياروسلاو سيمه کې نسکوره شوه او په نتيجه کې ٤٣ تنه ووژل شول، چې په دوى کې د هاکي لوبغاړي، روزونکي او د الوتکې عمله شامله وه.

فاسل وايي، دا يوازې د روسيې لپاره غميزه نه وه، ځکه د لوکوموتيف ياروسلاول ټيم دغه لوبغاړي او د هغوى کوچ يا روزونکي د ١٠ هېوادونو وو، چې په دوى کې روسيه، بيلروس، چک جمهوريت، لاتويا، سويډن، سلواک او کاناډا شامل دي.

په داسې حال کې چې د ولګا سيند په سواحلو کې د دې الوتکې د نسکورېدو په باب څېړنې پيل شوي، په نړۍ کې د هاکي لوبې مينه وال او لوبغاړي له لوکوموتيف ياروسلاول ټيم سره د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي.

د روسيې ولسمشر دميتري مدوېدېف د قربانيانو له خپل خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې، ويل يې دي، د لوکوموتيف ټيم د مينه والو وير د ټول هېواد وير او ماتم دى.

د روسيې ولسمشر په دې باب وينا هم وکړه.

په پام کې وه د هاکي دغه پېژندل شوى ټيم د جمعې په ورځ له دينامو مينسک ټيم سره د ٢٠١١ او ٢٠١٢ په لومړنۍ موسمي سيالۍ کې لوبه وکړي، چې تر روانېدو مخکې يې الوتکه له تونوشنا هوايي ډګر څخه تر الوتنې وروسته نسکوره شوه.

يو لوبغاړى او د عملې يو غړى چې له پېښې ژوندي پاتې شوي، په سخت روغتيايي وضعيت کې دي.

د بيلروس په پلازمېنه مينسک کې د لوکوموتيف ټيم عمومي مدير الياکسي توربين چې ټاکل شوې وه، په لوبه کې برخه واخلي، د دې پېښې په باب خپله خواخوږي څرګنده کړه:

”دا زموږ لپاره واقعاً يو ټکان و، موږ د وژل شويو لوبغاړو کورنيو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو. لوکوموتيف کلب په هاکي ليګ کې يو له قوي کلبونو څخه و، دلته يې مينه وال د سيالۍ په تمه وو، له لوکوموتيف سره د لوبې لپاره ټولې څوکۍ ريزرف يا نيول شوې وې“

تر اوسه په رسمي ډول د پېښې د علت په باب څرګندونې نه دي شوي. خو انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د هوايي چلند د ادارې د يوه چارواکي له قوله ويلي، چې الوتکې په پورته کېدو کې ستونزه درلوده، د ځغاستې له ليکې يا رنوې څخه تر الوتنې وروسته له يوې ستنې يا انتن سره وجنګېده.

په وژل شويو کې درې تنه د چک جمهوريت لوبغاړي وو، دلته د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې د زاړه ښار په ميدان کې خلکو له وژل شويو لوبغاړو سره خواخوږي څرګنده کړه، له ګډونوالو څخه يوه هم ينا او بل تن پيټر وو:

”دا بايد هېڅکله نه واى پېښه شوې، خې:له بايددا نه واى پېښه شوې“

”تر ټولو غوره هاکي لوبغاړي او تر ټولو غوره ځوانان وو، چې زموږ استازيتوب يې کاوه، چې پر کنګل يې زياتې لوبې کړي، اوس موږ دوى له لاسه ورکړل“

ښايي چې د الوتکې د نسکورېدو دا پېښه د روسيې پر هاکي لوبې ژور تاثير ولري. په صافه هوا کې د الوتکې د سقوط دا پېښه په روان کال کې په روسيه کې دويمه هوايي پېښه ده، چې د روسيې د هوايي ليکو د خونديتوب پر سابقې سيورى غوړوي. په جون مياشت کې د روسيې په کاريليا کې يوه مسافروړونکې جټ الوتکه نسکوره شوې وه، چې په نتيجه کې ٤٧ کسان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG