د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

روسیه:د الوتکۍ د سقوط په پيښه کې د هاکي ۳۷لوبغاړلي وژل شوي


روسیه:د الوتکۍ د سقوط په پيښه کې ۴۳تنه ووژل شول
روسیه:د الوتکۍ د سقوط په پيښه کې ۴۳تنه ووژل شول
په روسیه کې له اضطراري حالاتو سره د مبارزې وزارت وايي، چې لږ تر لږه ۴۳ تنه پرون د مسکو په دوه نیم سوه کیلومترۍ کې د (یاروسلاف) په سیمه کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.

الوتکې د دې ښارد هاکي لوبډله په سیمه ایزو مسابقو کې د ګډون لپاره د بیلا روس مرکز منسک ته لیږدوله، خو له ځمکې د پورته کېدو په وخت راوغورځېده.

د چارواکو په وینا په دې جیټ الوتکه کې ټول ۴۵ تنه سپاره وو، چې لږ تر لږه ۳۷ تنه یې د ( Ice Hockey ) د ټیم غړي او پاتې یې د الوتکې کارکونکي وو.

ښاروال سرګې واخروکوف ویلي، چې د پېښې له ځای څخه د جسدونو د موندلو لپاره د دوي هڅې روانې دي :

(له داسې پيښو سره د مبارزې کارکونکي د اجسادو په را ایستلو لګیا دي.

تر اوسه د ۲۸ مړېو په موندلو بریالي شوی دي، موږ د پېښې د قربانیانو له کورینو سره د لیدو او له هغوي سره د رواني مرستې لپاره تیاري نیولې ده.)

د (یاروسلاف) د ښار د هاکي د لوبډلې غړي د یوه کاناډايي (کوچ) له خوا روزل کېدل او دې ټيم کې د بهرنیو هېوادونو لکه اوکراین او بیلاروس لوبغاړي هم شامل وو.

په روسیه کې له بیړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارت ویلي، چې په وژل شوېو کې درې تنه د چک جمهوریت ، یو د سویدن او یو هم د لاتفیا دي.
XS
SM
MD
LG