د ملګروملتونود سازمان د هغه راپور په غبرګون کې چې وایي، د افغانستان په زندانونو کې بندیان شکنجه او زورول کیږي، افغان امنیتي چارواکي وایي، چې دا د افغان بندیانو د نه را ګرځولو لپاره یوه پلمه ده او د دې هیواد په زندانونو کې د بندیانو پرضد هیڅ ډول زورزیاتی نه کیږي.
د کورنیو چارو وزیرجنرال بسم الله محمدي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي امنیت د ریاست له سرپرست سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان په زندانونو کې پولیس له بندیانو سره قانوني او مناسب چلند کوي او دا راپور هیڅ اساس نه لري.
جنرال محمدي څرګنده کړه، چې د دې راپورخپرول دوی په اندیښنه کړي او هدف یې د ده په خبره د افغانستان زندانونوته د افغان بندیانو نه انتقالولو ته پلمه لټول دي:
"په دې راپورکې ویل شوي، چې ګوندې د افغانستان دولت پورې په ځینو اړوندو توقیف خانو او زندانونو کې د برقي ټکانونو، په جنسي تیریو ګواښ او نورې سختې فزیکي شکنجې موجودې دي.
د افغان امنیتي جدي غبرګون:
د افغانستان امنیتي ارګانونه په جدي ډول دا راپور ردو او څرګندوي، چې افغان حکومت د امنیتی مسوولیتونو پر انتقال ټینګار کوي او هغه بېرته نه را ګرځیدونکی پروګرام بولي.
افغان حکومت د افغانستان زندانونو ته د افغان بندیانو نه را ګرځول د دې پروسې د ټکنۍ کولو لپاره یوه لویه پلمه بولي."
د ملګروملتونو د سازمان په یوه تازه راپور کې چې ځینو لویدیځو رسنیو خپور کړی راغلي، چې د افغانستان په ځینو زندانونو کې بندیان په بیلابیلو ډولونو شکنجه او زورول کیږي.
په دې راپورکې ویل شوي، چې توقیف شویو ته برقي شاک یا ټکانونه ورکول، بیخوبه ساتل کیږي او حتی په جنسي تیریو ګواښل کیږي. په دې راپور کې د لغمان، خوست، تخار، کندز، هرات، ارزګان او کاپیسا ولایتونو زندانونو ته اشاره شوې.
په عین حال کې ناټودې راپور ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو سره دا ډول زورز یاتی د دې لامل ګرځیدلی چې دوی د دې هیواد زندانونو ته د افغان بندیانو لیږدول اوسپارل بند کړي.
خو د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل وایي، چې په ملي او نړیواله سطح د بشرله حقوقو څخه د دفاع سازمانونو او دغه راز د ملګروملتونو ادارې هر وخت چې غوښتي د توقیف شوو د تحقیق پروسه او د بندیانو د ساتلو څرنګوالی څارلی دی.
ده وویل، چې بیلا بیلو اړوندو ملي او نړیوالو ادارو په دې اړه دوی ته ستاینلیکونه هم ورکړي او د هغوی چلند اوتحقیقي بهیر یې تایید کړی دی:
"دوی هرکله پرته له دې چې موږ له مخکې نه خبر کړي، د ملي امنیت له نظارتخانو څخه لیدنه کړې اوهرځل یې د مشاهداتو په کتاب کې خپل مثبت نظرونه لیکلي دي.
په ټولو ولایتونو کې د دوی له څیړنو څخه شپږ سوه راپورونه له موږ سره شته، چې د تحقیق او څیړنې بهیریې تایید کړی او حتی موږ ته یې ستاینلیکونه راکړي.
دوی په دې راپورونو کې په څرګند ډول ویلي، چې هیڅ خلاف عمل او زورزیاتی نه دی لیدل شوی."
خو د بشر د حقوقو ځینې ارګانونه که څه هم د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر وړاندې چلند ډیر د اندیښنې وړ نه بولي خو پردې ټینګار کوي، چې د تحقیق او څیړنې په پروسه کې باید بدلون اوښه والی راشي.
د افغانستان د بشر د حقوقو د سازمان مشر لعل ګل لعل هم ازادي راډیو ته د ملګروملتونو دا راپور چې د ځینو بهرنیو رسنیو له خوا خپور شوی تایید کړ، ده شکنجه د تحقیقاتو او دوسیو د څیړلو پرمهال ډیره وبلله:
د ملګرو ملتونو د راپور تایید:
"د ملګروملتونو دا راپور موږ هم تاییدوو، خو شکنجې د افغانستان په زندانونو کې نه بلکې د تحقیق او څیړنې پرمهال وي، په دې پروسه کې زورزیاتی ډیر وي او ډیر اندیښنه پارونکې ده.
خو دا تاییدو چې کله ناکله زندان ساتونکي هم د بندیانو پر ضد سخت چلند کوي، چې کله کله ان شکنجې ته هم رسیږي."
تردې وړاندې هم د بشرد حقوقو د ملي اونړیوالو ارګانونو له خوا د افغانستان د زندانونو د وضعې او په دې زندانونو کې د بندیانو او تورنو کسانو د ساتلو د څرنګوالي په اړه ورته راپورونه خپاره شوي وو.
سره له دې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سرپرست په دې هیواد کې د شخصي زندانونو موجودیت یومخ رد کړل خو ویل کیږي، چې لاهم د تورنو کسانو دوسیې پروخت د اړوندو ادارو له خوا نه څیړل کیږي او دوی په داسې حالت کې په زندانونوکې ساتل کیږي، چې له نړیوالو معیارونو سره پوره اړخ نه لګوي.
خو اړونده افغان چارواکو هم وار په وار ویلي، چې د زندانونو د حالت د ښه کولو لپاره هڅې دوام لري اوپه دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي.