د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

ایا معمرالقذافي هم له خپلو پلویانو سره نایجر ته تښتېدلی دی؟


راپورونه وايي د پوځي موټرو یو لوی کاروان چې د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي د حکومت چارواکي یې انتقالول له لیبیا څخه ګاوندي هیواد نایجر ته اوښتی دی.

راپورونه وايي، د پوځي موټرو یو کاروان چې د قذافي د حکومت مخ په تېښته لوړ رتبه چارواکي په کې سپاره وه، له لیبیا څخه د سرحدي دښتې له لارې ګاونډي هیواد نایجر ته اوښتې دي.

د فرانسې او نایجر پوځي چارواکو تایید کړې، چې دا کاروان د لیبیا له جنوب لویدیځ څخه د سیپټمبر پر پنځمه نیټه نایجر ته اوښتې دی.

سرچینو ویلي، چې په دې کاروان کې له دوو سوو څخه تر درې سوو پورې موټر شامل و او د تواریګ په نوم یوې کوچي قیبلې، چې د پولې دواړو غاړو ته میشت دی ورته ساتونکې ورکړي وو.

د نایجر ځینو چارواکو ویلي، چې په دې کاروان کې د قذافي د امنیت مسول منصور دوا او د هغه د ریژیم دولس نور چارواکي نایجریا ته اوښتي دي.

د لیبیا د موقتې انتقالي شورا ځینو چارواکو ویلي، د قذافي د ریژیم دې چارواکو دا تېښته ښيي، چې د نوموړي د ملاتړ سیستم کمزوری شوی دی.

د موقتې انتقالي شورا یو شمیر چارواکي ویلي، چې د قذافي د ریژیم دې چارواکو د تېښتې پر وخت د تورایګ قبیلي په مرسته د لیبیا د سیرت د ښار د مرکزي بانګ له څانګې څخه طلا، ایرو او ډالر هم انتقال کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ ویلي، واشینګټن د نایجر له چارواکو، غوښتي چې د قذافي د پخواني حکومت چارواکو ته دې د پټیدو ځای نه ورکوي:

″موږ د نایجر په حکومت په کلکه ټینګار کوو، چې د قذافي د حکومت هغه غړي دې ونیسي چې باید تحقیقات ترې وشي. باید ډاډمنه شي، چې که هغوی سره وسلې او یا د لیبیا د حکومت مال او جواهر وي هغه باید بیرته لیبیا خلکو ته وسپارل شي.″

د امریکا د نایجر د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، داسې کوم ثبوت نه شته چې په دې کاروان کې دې خپله پخواني واکمن معمر قذافي هم شامل وي.

قذافي چې ځای یې معلوم نه دی په خپلو غږیزو پیغامونو کې ویلي، چې تر وروستي دمه به د لیبیا په خاوره کې وجنګیږي.

د قذافي ویاند موسی ابراهیم خبریالانو ته ویلي، چې مشر یې لاهم په لیبیا کې دی او مقاومت ته دوام ورکوي:

″زموږ د مشر معمز قذافي صحت ښه او مورال یې لوړ دی، نوموړی روغ رمټ د لیبیا په یو داسې ځای کې دی چېرې چې دا یاغي ډلې نه شي ور رسیدلی.″

په عین حال کې د لیبیا د موقتې انتقالي شورا استازي د قذافي د ځواکونو تر ولکې لاندې د بني ولید او ځینو نورو سیمو د قبیلوي مشرانو سره په خبرو بوخت دي؛ څو دا سیمې په سوله ایزه توګه تسلیم شي.

له بلې خوا راپورونه وايي، چې د طرابلس ښار ته د اوبو لیږد بیرته پیل شوی او په دې ښار کې اوس ژوند تر ډیره عادي بڼه خپله کړې ده.
XS
SM
MD
LG