د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

په جنسي تیري تورن ستراس کان خپل پلرني هېواد ته لاړ


د پیسو د نړېوال صندوق پخواني مشر دومینیک ستراس کان
د پیسو د نړېوال صندوق پخواني مشر دومینیک ستراس کان
د پیسو د نړېوال صندوق پخواني مشر دومینیک ستراس کان چې د جنسي تیري په تور نیول شوی وو، نن وختي مهال خپل پلارني هېواد فرانسې ته ورسېد.

نوموړي له خپلې میرمنې سره یو ځای تیره ورځ د نیویارک د جان ایف کنیډي هوايي ډګر څځه د پاریس په لور روان شوي وو.

ستراس کان وروسته له هغې د پیسو د نړېوال صندوق له مشرۍ استعفا وکړه، چې په تیره مۍ میاشت کې د منهاټن هوټل په یوې کارکونکې باندې د جنسي تیري په تور ونیول شو.

د اګسټ په ۲۳نېټه د نیویارک یوه قاضي ۶۲ کان ته وروسته له هغې چې څارنوالانو د هوټل د کارکونکي د دعوه په اعتبار شک څرګند کړ له ټولو تورونو برات ورکړ .

ستراس کان له دې نه مخکې چې د جنسي تیري په قضیه کې تورن شي د فرانسې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره غوره کاندید بلل کیده، پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي.

د هغه مدافع وکیل ویلي، چې د کان او د هوټل د کارکونکې تر منځ هر ډول جنسي تماس د دواړو د رضایت پر اساس وو.
XS
SM
MD
LG