د افغانستان د ولسمشر لوی مشاور تاج ایوبي وایي، د افغانستان اکثر خلک په هېواد کې د امریکا د دایمي اډو د امنیتي تړون پلویان دي، خو په حکومت کې دننه ځیني خلک یي مخالفت کوي.
دی په مشخص ډول چاته ګوته نه نیسي، خو داسې ښکاري چې په حکومت کې دننه هغو ډلو ته اشاره کوي چې له ایران، یا تر یوې اندازې پاکستان او طالبانو سره اړیکې لري .
ایران په افغانستان کې د امریکا د هر ډول دایمي پوځي حضورمخالف دی.
امریکایي او لویدیځ چارواکي وایي، چې تهران په افغانستان کې له خپل نفوذه کار اخلي ترڅو په خپل دغه ګاونډي هېواد کې د امریکایي دایمي اډو د تړون مخه ونیسي.
له دغه تړون سره سم چې مسوده یي تیاره شوې امریکایي ځواکونه له ۲۰۱۴ کاله وروسته هم کولای شي په افغانستان کې د افغان د پوځ له اډو یا مشترکو اډو استفاده وکړي .
د امریکا او ناټو پوځي ماموریت په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال پای ته رسیږي.
لوړ رتبه امریکایي چارواکو ویلي، دغه تړون چې په افغانستان کې د امریکا له خوا د تروریزم او مخدرو موادو ضد عملیاتو د دوام او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مقررات وضعه کوي اساسي هدف یي افغانانو ته ډاډ ورکول دي، چې واشنګټن له ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان یواځې نه پریږدي.
امریکایي چارواکي ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور دوام به د افغانانو په خپله غوښتنه وي .
تاج ایوبي وایي، دغه تړون افغانانو ته له ۲۰۱۴ کاله وروسته ترهغو چې هېواد په خپلو پښو دریږي د امنیت ضمانتونه ورکوي .
د اسوشیتد پریس خبري اژانس رپوټ وایي، تمه نه شي کېدای چې دغه تړون به په افغانستان کې د امریکایي پوځ د عملیاتو د پای کومه نېټه وټاکي .
ډیر افغانان په خپل هېواد کې له لسو کلونو جنګ او جګړو وروسته له بهرنیو ځواکونو بې زاره شوي ښکاري.
دوي وایي، چې د امنیتي او بیارغونی پروژو لپاره د امریکا د ډالرو بهیر د افغانستان اقتصاد ګډوډ کړي او له ډیرو تکړه افغانانو څخه یي قراردادی کارګران جوړ کړي دي.
خو تاج ایوبي اټکل کوي، چې د ګاونډیو هېوادونو له مخالفت سره سره به بیاهم افغانان له امریکا سره داوږدمهالی ستراتیژیکی پوځی همکاری دتړون پراخه ملاتړ وکړي.
دی وایی په افغانستان کی دیوشمیرامریکایی پوځیانو پاته کیدل به دبهرنیو مداخلو په وړاندې او له طالبانو سره دسیاسی حل په نهایی خبرو کی دکابل دحکومت موقف پیاوړی کړی .